ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: طالبان دې د حکومت د سولې په هلوځلو کې ونډه واخلي

حامد کرزى: طالبان دې د حکومت د سولې په هلوځلو کې ونډه واخلي

author avatar
13 Apr 2015 - 18:14
حامد کرزى: طالبان دې د حکومت د سولې په هلوځلو کې ونډه واخلي
author avatar
13 Apr 2015 - 18:14

کندهار ښار (پژواک ٢٤ ورى ٩٤): د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې په برخه کې د حکومت د روانو هڅو ستاينه وکړه او له طالبانو يې وغوښتل، چې د سولې په پروسه کې ونډه واخلي.

نوموړي،  دغه څرګندونې نن کندهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال وکړې.

حامد کرزي وويل، د واک له سپارلو وروسته، لومړى ځل کندهار ته راځي، خو هغه يادونه وکړه چې سفر يې رسمي بڼه نه لري او يواځې د خپلې کورنۍ د ليدلو لپاره راغلى دى.

هغه زياته کړه، د کندهار له ځوانانو او سپين ږيرو سره يې وليدل او په دې ډېر خوښ دى، چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوى او پوهنې وده کړې ده.

نوموړي د خپلو خبرو په يوه برخه کې له خلکو غوښتنه وکړه، چې د ملي وحدت حکومت ملاتړ وکړي او تر هغه مهاله زغم وکړي، چې کابينه بشپړه شي او په خپل کار پيل وکړي.

د ده په خبره، حکومت غوره کسان د وزيرانو په توګه معرفي کړي او ولسي جرګې ته په کار ده، چې ټولو ته رايه ورکړي، ترڅو د کابينې جوړېدل بشپړ شي.

هغه وويل، چې نوى حکومت د چارو د ښه والي لپاره هڅې کوي، خو په طبعاً په ځينو کارونو کې ځنډ وي، ځکه پرمختګ په کراره او تدريجي توګه راځي.

کرزي په هېواد کې د سولې او ثبات راوستلو په موخه د حکومت د روانو هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې سوله د خلکو تر ټولو مهمه او لومړنۍ اړتيا ده.

هغه زياته کړه: ((د خپل واک پر مهال مې د افغانستان او پاکستان د اړيکو د اصلاح ډېره هڅه وکړه، د افغانستان خلک د پاکستان له ولس څخه خوشحاله دي، ځکه د کډوالۍ پر مهال يې زموږ ښه مېلمه پالنه کړې ده، خو زموږ شکايت دا وو چې د پاکستان ځينې ادارې افغانستان ته افراطيت او ناامني راوړي.))

د ده په خبره، له بده مرغه په خپله پاکستان هم په دې اور کې وکړېده، چې هغه ورباندې خپه دى.

نوموړي وويل: ((د سولې راوستو او له پاکستان سره د اړيکو د اصلاح په اړه د نوي حکومت هڅې د ستاينې وړ دي او پر هغو افغاني طالبانو غږ کوم، چې د سولې هلو ځلو ته ښه راغلاست ووايي او په دې پروسه کې ونډه واخلي.))

ده دا هم وويل، که له هغه څخه د سولې په برخه کې د مرستې غوښتنه وشي، نو د يوه فرد په توګه حاضر دى، چې په خپل ټول ځان په دې برخه کې همکاري وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.