کابل (پژواک ٢٩ ورى ٩٤): د ملي يووالي حکومت ولسمشر او اجرايه مشر، د ولسي جرګې له لوري د حکومت ١٦ وزيرانو ته د باور رايې له ورکولو هرکلى کړى دى.
د ولسمشرۍ رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر نن د خلکو د استازو له پرېکړې څخه د هرکلي ترڅنګ نويو وزيرانو ته افغانانو ته د خدمت په کولو کې د برياليتوب غوښتنه کړې ده.
پر دې سربېره اجرايه رياست هم د عبدالله عبدالله له قوله په خپله خبرپاڼه کې ويلي، چې نوموړى د جرګې پر دغې پرېکړې د خوشالۍ ترڅنګ يادو نوماند وزيرانو ته د هېواد د سياسي او امنيتي ثبات لپاره د باور رايې ورکړه، ډېره مهمه بولي او ستاينه ترې کوي.
د استازو د رايو پر بنسټ، همايون رسا د سوداګرۍ او صنايعو وزير په توګه، فريده مومند لوړو زده کړو د وزيرې، اسدالله حنيف بلخي د پوهنې وزير، اسدالله ضمير او کرنې او مالدارۍ، عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ، علي احمد عثماني د اوبو او برېښنا، سيد سعادت منصور نادري د ښار جوړونې او مسکن، نسرين اورياخېل د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د وزيرې په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز د دوى د رايو په پايله کې، دلبر نظري د ښځو چارو وزيرې، محمدالله بتاش د ټرانسپورټ او هوايي چلند، عبدالستار مراد د اقتصاد، عبدالبصير انور د عدليې، عبدالرازق وحيدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، محمود بليغ د عامه ګټو، سلامت عظيمي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او محمد ګلاب منګل د سرحداتو او قبايلو چارو د وزيرانو په توګه ټاکل شوي دي.
د يادو ١٦ وزيرانو له منل کېدو وروسته د حکومت د کابينې ٢٥ غړي د اوو مياشتو په تېرېدو سره بشپړ شول او اوسمهال د ملي دفاع وزارت د سرپرست له لوري پر مخ وړل کېږي او دغه شان يو شمېر نورې مهمې ادارې لکه لويه څارنوالي، قضايه قوه او مرکزي بانک هم د سرپرستانو له لوري پر مخ وړل کېږي.
عبدالله عبدالله يادې موضوع ته په اشارې سره ويلي، چې حکومت له خلکو سره په خپلو کړو ژمنو د وخت په تېرېدو سره په ترتيبي ډول عمل کوي او ډېر ژر به د ملي دفاع نوماند وزير او دغه راز د يادو ادارو لپاره نوماندان هم وټاکل شي.
د اجرايي مشر په وينا، له هغه وروسته به واليان هم وټاکل شي او د دغه پړاو په بشپړېدو سره به حکومت بشپړ شي او په خپلو اړونده دندو کې به کارونه تر سره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن