کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٤): د حکومت له خوا ولسي جرګې ته معرفي شوو ١٦ نوماند وزيرانو د باور رايه ترلاسه کړه.
حکومت ١٦ نوماند وزيران د روانې مياشتې په ١٢مه ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستو په موخه معرفي کړي وو او ولسي جرګې نن ټولو هغو ته د باور رايه ورکړه.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ٢٣٨ تنه حاضر وو او نوماند وزير بايد د بريا لپاره ١٢٠ رايې ترلاسه کړې واى.
له يادو نوماند وزيرانو د اوبو او برېښنا نوماند وزير علي احمد عثماني د ١٦٨، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې نوماند وزيرې سلامت عظيمي د ١٥٥، د پوهنې نوماند وزير اسدالله حنيف بلخي د ١٦١، د لوړو زوده کړو نوماند وزيرې فريدې مومند د ١٨٤، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ نوماند وزير اسدالله ضمير د ١٩٢ او د سوداګرۍ او صنايعو نوماند وزير همايون رسا د ١٧٠ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه او د اړوندو وزارتونو د وزيرانو په توګه وټاکل شول.
دغه راز د ا طلاعاتو او فرهنګ نوماند وزير عبدالباري جهاني د ١٢٠، د ښارجوړونې نوماند وزير سيد سعادت منصور نادري د ٢٠٢، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو نوماند وزيرې نسرين اورياخېل د ١٦٩، د ښځو چارو نوماند وزيرې دلبر نظري د ١٣١، د فوايد عامې نوماند وزير محمود بليغ د ١٦٨، د ترانسپورت او هوايي چلند نوماند وزير محمدالله بتاش د ١٧٦، د عدليې وزرات نوماند وزير عبدالبصير انور د ١٣٨، د سرحدونو او قبايلو چارو نوماند وزير محمدګلاب منګل د ١٨٨، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوماند وزير عبدالرزاق وحيدي د ١٥٢ او د اقتصاد نوماند وزير عبدالستار مراد د ١٥٢ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره د وزيرانو په توګه د يادې جرګې د باور رايه خپله کړه.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د نننۍ غونډې په پاى کې وويل چې ١٦ نوماند وزيرانو ته د ولسي جرګې د باور رايې په ورکولو سره له ملي دفاع وزارت پرته، کابينه بشپړه شوه.
ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ملي دفاع وزارت لپاره هم نوماند ژر دې جرګې ته معرفي کړي.
د اساسي قانون د ٦٤مې مادې له مخې، وزيران د ولسمشر په وړانديز او د ولسي جرګې په تاييد ټاکل کېږي.
نوي حکومت چې د روان کال د تلې مياشتې په لومړيو کې يې کار پيل کړى، يو ځل د مرغومي په ٢٢ مه ٢٥ نوماند وزيران او د ملي امنيت او مرکزي بانک نوماند مشران ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو په موخه ور وپېژندل.
خو له دې ډلې يواځې د کورنيو چارو، بهرنيو چارو، کليو پراختيا، ماليې، حج ارشاد او اوقافو، کانونو، عامې روغتيا او کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو کانديد وزيرانو او د ملي امنيت کانديد له جرګې د باور رايه ترلاسه کړه.
پاتې نورې ادارې تر اوسه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او په دويم ځل د ملي دفاع وزارت لپاره تر اوسه څوک نه دي نوماند شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن