نوى ډېلى ( پژواک، ٨ غويى ٩٤ ) : ولسمشر اشرف غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر بنسټيزې سولې ټينګار کړى او زياته کړې چې ددواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ بايد نا اعلان شوې جګړه نور پاى ته ورسېږي.
ولسمشر اشرف غني ديوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پرون مازيګر ناوخته د هندوستان د لومړي وزير نريندرا مودي په بلنه نوي ډيلي ته رسېدلى دى.
نوموړي هندوستان ته له رسېدو سره سم، ددغه هېواد تر ټولو مشهور خصوصي تلويزيون ( اېن ډي ټي وي) سره په يوه ځانګړې مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ددښمنۍ پر له منځه وړلو ټينګار کړى دى.
هغه زياته کړې : (( ددواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ بايد يوه بنسټيزه سوله رامنځته شي، ځکه چې افغانستان او پاکستان له ډېرې مودې راهيسې پر يوه نا اعلان شوې دښمنۍ بوخت دي.))
نوموړي ويلي چې روان او راتلونکى کال افغانستان لپاره ډېر سخت دى، ځکه نو يوې بنسټيزې سولې ته سخته اړتيا ده.
ولسمشر اشرف غني په ياده مرکه کې د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې ټينګار کړى او زياته کړې یې ده چې کله دوى د مبارزې خبره کوي نو بيا عمل هم پرې کوي.
هغه وايي : (( موږ يواځې پر شعار بسنه نه کوو.))
نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې په دومره ځنډ سره هند ته سفر وکړ، وويل : (( دير آيد درست آيد.))
هغه زياته کړې چې له لومړي وزير نريندرا مودې سره يې د سارک د سرمشريزې غونډې پر مهال ګټورې خبرې کړې وې او نن به ورسره بيا په تفصيل سره خبرې وکړې.
ولسمشر غني ويلي چې ددې ترڅنګ يې له لومړي وزير سره ټېلېفوني خبرې کړې او ددواړو هېوادونو لوړ پوړو پلاوو د يو بل هېوادونو ته سفرونه هم کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن