زرنج ( پژواک، ٩ زمرى ٩٤ ) : د کندهار – نيمروز ولايتونو پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ١١ تنه مړه او ٤٥ نور ژوبل شوي دي.
د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ ولسوال محمد هاشم نورزي د زمري په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن مازيګر په شاوخوا څلور نيمو بجو د ولسوالۍ د دهمزنګ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې له کابل څخه د نيمروز ولايت په لوري روان د ميوند وردګ ټرانسپورټي شرکت يو ٣٠٣ موټر د زيات سرعت له امله له سړکه اوښتى او چپه شوى دى.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ١١ تنه مړه او ٤٥ نور ژوبل شوي دي، خو ښځې او ماشومان پکې نشته.
د نورزي په ګومان، کېداى شي دا هغه کسان چې له نورو ولايتونو څخه د نيمروز ولايت له لارې ايران ته د مزدورۍ لپاره ځي.
په خاشرود ولسوالۍ کې د ملي اردو ددوېمې لوا د ددويم کنډک وياند څارمن شېراحمد پژواک اژانس ته وويل چې ددې پېښې ټپيان د ملي اردو ځواکونو لخوا د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د يادونې وړده چې تېره ورځ د کابل – غزني پر لاره هم په يوه ترافيکي پېښه کې ٩ تنه مړه شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن