Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“غوښتل مې ډاګتر شم خو دواړه پښې مې پرې شوې”

ميمنه (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): ((په زړه کې مې زياتې هيلې درلودې، غوښتل مې ښوونځى ووايم، ډاکتر شم، خو ماين مې دواړه پرې پرې کړې او ټولې هيلې مې له منځه ولاړې.))

دا د ١٤ کلن محمدنبي خبرې دي چې دواړه پښې يې د فارياب ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ په ميان دره سيمه کې د ماين چاودنې له امله پرې شوې دي.

دا ماشوم چې اوسمهال د ميمنې په افغان – ترک روغتون کې بستر دى، پژواک ته يې وويل چې هره جمعه به يې په بوشکه کې اوبه وړلې او د هديرې ونې يې خړوبولې.

هغه زياته کړه: ((تېره ورځ مې غوښتل چې له خپل ورور سره د هديرې ونو ته اوبه ورکړم، له موټره ښکته شوم، غوښتل مې چې يو توغ ټينګ کړم، خو ترې لاندې ماين اېښې و، چاودنه وشوه، کله چې په هوښ راغلم په روغتون کې وم.))

د افغان ترک روغتون يوه ډاکتر وويل چې دې ماشوم د خپلو پښو د پرې کېدو په سبب رواني صدمه ليدلې ده.

محمدنبي د اوښکو په بدرګه زياته کړه چې ګڼې هيلې يې درلودې، غوښتل يې چې ډاکټر شي، ځکه په سيمه کې يې ډاکټر، ښوونکى او انجنير نشته.

دغه ماشوم زياته کړه چې د ښوونځي تر درېيم ټولګي پورې يې درس ويلى، خو څلور کاله کېږي چې له ښوونځي پاتى دى؛ ځکه چې د  وسله والو مخالفينو د شتون په سبب ښوونځي بند شوي دي.

د دغه ماشوم اوښي (د خور خاوند) وويل چې د محمدنبي کورنۍ بېوزلې وه، پلار يې د بزګرۍ او يوې غوا د شيدو له لارې د ژوند لګښتونه پوره کول، اوس ورته د زوى  د دواړو پښو پرې کېدل يو بل مصيبت دى.

د ويلو ده چې په فارياب کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ د نښتو او ماين چاودنو  په سبب په روان کال کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوى پلاوي دفتر(يوناما) د ٢٠١٥ زېږديز کال د لومړۍ ربعې راپور څرګندوي په افغانستان کې  په دې موده کې ٦٦٥ ملکي وګړي وژل شوي او ١١٥٥ نور ژوبل شوي دي.

يوناما په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې بې مخينې لوړ والي ته په اشارې سره چې ١٢٣ ماشومان په کې وژل شوي او ٣٠٧ ژوبل شوي، ويلي چې د ماشومانو او ښځو د مرګ ژوبلې د ډېرېښت عمده لامل په استوګنيزو سيمو کې نښتې او د ماينونو چاودنې دي.

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.