واشنګټن ( پژواک، ٢٣ زمرى ٩٤ ) : امريکا وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري او اړيکې مثبتې پايلې لرلى شي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت دغه څرګندونې وروسته له هغه کړي چې په کابل کې د تېرې اوونۍ تر خونړيو بريدونو وروسته چې په کې لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ، يو لوړ پوړى دولتي پلاوى پرون اسلام اباد ته د خبرولپاره تللى و.
د امريکا د دفاع وزارت وياندجان کربي په واشنګټن کې د خبري غونډې پر مهال وويل چې هېواد يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستيو اړيکو او خبرو اترو هرکلى کوي.))
نوموړي زياته کړه، چې دافغانستان او پاکستان لوړو پوړو چارواکو په اسلام اباد کې د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې او په دواړو هېوادونو کې د سولې او ثبات لپاره خبرې کړې دي.
هغه ويلي : (( موږ پخوا ويلي، چې د دواړو هېوادونو د ګډې پولې په دواړو غاړو کې ترهګري ګډ ګواښ دى او پر ضد يې بايد ګډه مبارزه وشي.))
د امريکا د دفاع وزارت وياند ويلي، چې د اسلام اباد وروستۍ خبرې هيله بښونکې دي او امريکا له دواړو هېوادونو سره نږدې اړيکې لري
جان کربي زياته کړې، چې هېواد به يې د افغانانو او ددغه هېواد د ملي امنيتي دفاعي ځواکونو مرستې او همکارۍ ته ادامه ورکوي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن