اسعداباد (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې د کونړ پر سرحدي ناړۍ ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو په بريدونو کې ١٣ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد پرون له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د ناړۍ پر "دوکلام" صفري سرحدي سيمه شوى او څو ساعته يې دوام درلود.
هغه زياته کړه چې پاکستانۍ ملېشو پر افغان ځواکونو ډزې کړې وې چې له امله يې سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وينا، د دغو ډزو په پايله کې په افغان خاوره کې ٤ دوکانونه او يو هوټل سوځېدلي دي.
سيدخېل وايي چې افغان ځواکونو هم پر هغوى ځوابي ډزې کړې چې په ترڅ کې يې د ناړۍ خلک هم د پوليسو مرستې ته ورغلي وو.
امنيه قوماندان وايي چې اوس په سيمه کې جنګ پاى ته رسېدلى او وضعيت ارام دى.
بلخوا د کونړ د والي وياند غني مصمم وايي چې په پرونۍ جګړه کې دوه سرتېري وژل شوي او د څلورو ملکي وګړو په ګډون ١١ تنه نور ژوبل دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې په ياده سيمه کې د پاکستان د بريدونو له امله د ولسي خلکو څو هټۍ هم په نښه شوې او له منځه تللې دي.
د کونړ امنيه قوماندان زياتوي چې د افغان ځواکونو له لوري د پاکستانۍ ملېشو دوه پوستې سوځول شوې، بيرغ يې ترې راکوز کړى او له ځان سره يې راوړى دى؛ دغه راز يې د هغوى د استوګنې يوه ودانۍ هم ويجاړه کړې ده.
د ده په خبره، په دې نښته کې مقابل لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه يې کره معلومات نه لري.
د کونړ دغه امنيتي مسوول د ياد بريد په غندلو سره وايي، لومړى ډزې هغوى کړې او دا يې له اصولو سرغړونه کړې ده.
پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن