کابل ګردېز (پژواک، ٣١ زمرى ٩٤): په کابل کې د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ورځې په وياړ او په ګردېز ښار کې د نښتر دوديزې مشاعرې ترسره شوې چې په کې سلګونو شاعرانو او مينه والو ګډون کړى و.
په کابل کې د خپلواکۍ د ورځې په وياړ مشاعره د "افغان ادبي بهير" او "ميډيوټيک افغانستان" له خوا د ميډيوټيک افغانستان د دفتر په انګړ کې جوړه شوې وه چې په کې د افغان ادبي بهير لسګونو غړو، ليکوالو او شاعرانو برخه اخيستې وه .
د ميډيوټيک افغانستان يوه غړي محمدعاطف فقيرزاده په خپلو خبرو کې وويل چې شاعران تر ټولو زيات له خپلواکۍ سره ډېره مينه لري او د خپلواکۍ د محدوديت پر وړاندې خپل غبرګون د شعر په ژبه څرګندوي چې د ولس د ويښتيا لامل ګرځي.
هغه زياته کړه چې افغان شاعران د جګړو او ناخوالو تر سيوري لاندې بيا هم د مينې، ښکلا او سولې شعرونه وايي او د خپلواکۍ په معنوي ارزښت ښه پوهېږي چې په دې مشاعره کې يې ګډون غوره بېلګه ده.
په مشاعره کې ګڼو کسانو خپل شعرونه وويل چې عمومي منځپانګه يې بيا هم په يوه ډول د افغانستان د روانو ناخوالو هنري انځور، د جګړې غندنه، د سولې اړتيا او د خپلواکۍ په ساتلو کې د شاعر د رول په اړه وه.
د غونډې يوه ګډونوال او ليکوال احمدجاوېد صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په مشاعره کې ويل شوي شعرونه شعارونه نه، بلکې شعرونه وو.
صديقي زياته کړه: ((ځوان شاعران ښکلي شاعري کوي، پخوا به چې داسې کومه مناسبتي مشاعره وه، نو ټولو به يوې موضوع ته شعر وايه، خو اوس هر اړخيز مناسبتي انځورونه لري او شاعر ځان نه محدودوي.))
هغه پر دې مشاعره نيوکه وکړه چې ښځينه شاعرانو په کې ونډه نه وه اخيستې، په داسې حال کې چې د افغانستان خپلواکي د زرګونو نارينه وو تر څنګ د افغان نجونو او مېرمنو د هوډ او مبارزې پايله ده.
د يادونې ده، سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو ٩٦ کاليزه د نورو کلونو په پرتله په ګڼو ولايتونو کې په درنو او پرتمنيو مراسمو ونمانځل شوه.
د يو بل خبر له مخې، د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې هم د نښتر دوديزې مشاعرې د لسو کلونو بشپړېدو په وياړ لويه مشاعره ترسره شوه چې په کې د پکتيا سربېره د کابل، ننګرهار، لوګر، ميدان وردګو، خوست او يو شمېر نورو ولايتونو شاعرانو او د ادب مينه والو په کې برخه اخيستې وه.
login or register a new account.