باميان (پژواک، ٢ وږى ٩٤): په باميانو کې د سارک فرهنګي کمپ او د ورېښم لار جشن د بهرنيو مېلمنو او حکومتي چارواکو تر څنګ د څه باندې زرو کسانو په ګډون نن په باميان ښار کې پرانيستل شو.
باميان د خپلو تاريخي ابدو او لرغونو سيمو په لرلو سره د روان کال د غبرګولي په ١٥ مه نېټه د سوېلي اسيا د سيمه ييزو همکاريو سازمان "سارک" له خوا د دغه سازمان د فرهنګي پلازمېنې په نوم ونومول شو.
دا محفل د سارک سازمان د فرهنګي څانګې مشر او سکرتر جنرال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال، د ولسي جرګې غړو او د وزارتونو د استازو له خوا پرانيستل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستيال مصدق خليلي د فرهنګي کمپ پرانيسته مهمه او د سارک غړو هېوادونو د اړيکو په ښه والي کې اغېزناکه وبلله.
هغه مېلمنو ته وويل: ((باميان ستاسې کور دى، هيله ده چې د افغانستان فرهنګي اړيکې د سارک له ټولو غړو هېوادونو سره نورې هم پراخې شي.))
د باميانو والي طاهر زهير له سارک نه غوښتنه وکړه چې باميان د دغه سازمان د دايمې سکرتريت لپاره ومني او د دغه لرغونې ولايت د سولې، دوستۍ او تاريخي مدنيت پيغام خپلو غړو ته ورسوي چې د باميانو فرهنګي تمدن د سارک او نړۍ په ټولو غړو پورې اړه لري.
هغه له سارک نه غوښتنه وکړه چې سيلانيان دې د باميانو ليدلو ته وهڅوي او په فرهنګي او ګرځندوى صنعت برخه کې دې زياته همکاري وکړي.
د سارک فرهنګي کمپ په هغو هېوادونو کې پرانيستل کېږي چې د سارک فرهنګي مرکز په کې وي او د دغه سازمان هنرمندان تر يوه چتر لاندې را ټولېږي.
په باميانو کې د سارک فرهنګي کمپ کې د دغه سازمان مشهور هنرمندان را ټول شوي او د خپلو هېوادونو د هنر ننداره وړاندې کوي.
د سارک سازمان جشن څلور فرهنګي پروګرامونه، هنري کمپ، د ورېښمو لارې جنشنواره، فلم جشنواره، د ځايي خوراکونو جشنواره او د لاسي صنايعو نندارتون لري چې د وږې مياشتې له دويمې تر اوومې نېټې پورې دوام لري.
د باميانو سيمه ييز چارواکي وايي چې ټول امنيتي تدابير او د جشن ترتيبات نيول شوي دي.
د سوېلي اسيا د همکاريو سازمان چې د سارک په نامه يادېږي، په ١٩٨٥ لمريز کال کې د سوېلي اسيا د خلکو د سوکالۍ په موخه د همکاريو د کچې لوړولو او ژوند د څرنګوالي ښه کولو په موخه جوړ شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن