کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٤): ولسمشر غني وايي، افغانستان چمتو دى چې له سارک سازمان سره د انرژۍ، د بیړني حالت د مدیریت او د سازمان شویو جرمونو او قاچاق په مخنیوي کې درې تفاهم لیکونه تصویب کړي.
نوموړي دغه څرګندونې، نن له غرمې وروسته د سوېلي اسیا د هېوادونو د همکارۍ د سازمان (سارک) له سکرتر جنرال ارجون تاپا سره په ارګ کې د کتنې پرمهال کړې دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې دواړو لوریو په سارک سازمان کې د افغانستان د رول او جغرافیایي موقعیت په هکله بحث وکړ او د هغو لویو اقتصادي پروژو تطبیق یې مهم وباله، چې په پایله کې یې جنوبي اسیا د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا سره نښلول کېږي.
سرچينه کاږي، ولسمشر غني وویل، د افغانستان حکومت له سارک سازمان سره بشپړه همکاري لري او د دغه سازمان دغې غوښتنې ته تیار دی، چې د انرژۍ، د بیړني حالت د مدیریت او د سازمان شویو جرمونو او قاچاق په مخنیوي کې درې تفاهم لیکونه تصویب کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن