کابل ( پژواک، ١٥ وږى ٩٤) : طالب قوماندان ملا منصور دادالله وايي چې د طالبانو د امارت څوکۍ په پاکستان کې وېشل کېږي او ددغه هېواد استخباراتي ادارې ترې د ملي ګټو خلاف غوښتنې کولې.
ملا منصور دادالله دغه څرګندونې په هغه ويډيويي پيغام کې کړې دي چې د ده د ډلې له خوا تازه په ټولنيزو شبکو کې خپور شوى دى.
د دغه ١٧ دقيقه ييز ويډيويي کلېپ په پيل کې د يوه پخواني طالب مشر استاد ياسر او ځينو نورو مشرانو لنډې خبرې او انځورونه ښودل شوي او ورپسې بيا ملا منصور داد الله خپلې خبرې پيلوي.
ملا منصور دادالله چې توره پګړۍ يې پر سر ده ښي او چپ لوري ته يې دوه نور طالب مشران په سپينو پګړيو کې ټوپک په لاس ناست دي، خپله وينا په ليکلې بڼه اوروي.
په کوم ځاى کې چې د ملا منصور دادالله دغه ويډيو ثبت شوې هلته ونې دي او دى له خپلو څو ملګرو سره ناست دى، شاته يې څو تنه وسله وال د طالبانو له سپين بيرغ سره ولاړ دي.
د طالبانو د پخواني قوماندان ملا دادالله ورور ملا منصور داد الله په خپلو کې خبرو ويلي، چې له پخواني مشر ملا عمر سره داړيکو تر پرېکون وروسته يو شمېر مغرض، فاسد او فاجر کسان راپيدا شول او د نوي اميرالمومنين په نامه يې د خلکو په سترګو کې خاورې وشيندلې.
هغه زياتوي، چې استخباراتي شبکو د حق د علماوو د غږ پورته کولو مخه ونيوله او پر دوى يې ځينې مفسد کسان مسلط کړل.
دى وايي : (( موږ د علماء کرامو له پرېکړې سره سم د طالبانو له نوي ټاکل شوي مشر سره خپل برائت اعلان کړ ، ځکه چې دوى په غير قانوني توګه د ملا محمد عمر مړينه دوه کاله پټ ساتلى و او اوس موږ ملا اخترمحمد د مشر په توګه نه منو.))
ملا منصور دادالله له ټولو طالبانو غوښتي چې د استخباراتي کړيو په مقابل کې د دوى له صف سره يو ځاى شي.
نوموړي په دغه ويډيو کې ويلي، کله چې له پاکستان څخه زابل ته راغى، نو سمدستي د زابل لپاره د طالبانو والي ده ته يو پلاوى ولېږه او له ده يې د راتګ دليل وپوښت .
دادالله وايي : (( ما ورته وويل چې د پاکستان استخباراتي ادارې اى اېس اى له موږ څخه زموږ د عقيدې او ملي ګټو خلاف غوښتنې کولې .))
د هغه په وينا، که چېرې ده د طالبانو مشرتوب غوښتلو، نو له پاکستان څخه نه راته، ځکه چې د امارت څوکۍ په پاکستان کې وېشل کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP