هرات ښار (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): د هرات د دوو ولسواليو په دريو ښوونځيو کې يو ځل بيا شاوخوا ١٢٠ نجونې مسمومې شوې.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٨ بجې د هرات د انجيل ولسوالۍ د خاتم الانبيا او جغرتان ښوونځيو او د ګذرې ولسوالۍ له جايه ښوونځي څخه ٧٠ مسمومې نجونې روغتون ته انتقال شوې دي.
د شېرزي په خبره، يادې نجونې له شپږم تر ١٢ ټولګيو زده کوونکې دي چې د يو ډول ګاز بوى له امله مسمومې شوې دي.
شېرزي زياته کړه چې د مسموميت دا پېښه هم د مخکنيو پېښو په څېر ده چې مسموم شوو زده کوونکو ته د زړه بدوالى، د سر ګرځېدا او استفراغ پيدا کېږي.
دغه راز د انجيل او ګذرې ولسواليو د کلينيکونو مشرې فريبا صديقي پژواک ته وويل چې له يادو ښوونځيو د دې ولسواليو کلينيکونو ته ٤٨ مسموم شوې نجونې ور وړل شوې دي.
هغې زياته کړه: ((١٨ تنه د ګذرې له ولسوالۍ راوړل شوي او ٣٠ نور د انجيل ولسوالۍ له ښوونځيو راوړل شوي دي.))
دغه راز د هرات د پوهنې مشر عبدالرازق احمدي پژواک ته وويل چې تر اوسه د مسمومېدو اصلي لامل نه دى موندل شوى.
هغه زياته کړه: ((دا امنيتي او کشفي ارګانونو دنده ده چې د دې پېښو عوامل پيدا کړي او موږ ورسره همکار يو.))
د ناهيد په نوم يوې مسمومې شوې زده کوونکې چې اوس يې روغتيايي حالت يې ښه دى، پژواک ته وويل: ((په ښوونځي کې ناست و چې يو ځل يو بد بوى راغى له هغه وروسته پوه نه شو چې څه وشول.))
هغې له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې نور په دغه ولايت کې د دغه شان پېښو مخه ونيسي.
دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې کې سيمه ييز چارواکي د دغه ولايت د نجونو په ښوونځيو کې د زده کوونکو مسموميت يوه بهرنۍ توطيه بولي.
د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي درې ورځې وړاندې رسنيو ته ويلي وو: ((هغوى چې په ترور او تښتونو بوخت وو، اوس مهال نجونې مسموموي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن