هرات ښار (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): د هرات د دوو ولسواليو په دريو ښوونځيو کې يو ځل بيا شاوخوا ١٢٠ نجونې مسمومې شوې.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٨ بجې د هرات د انجيل ولسوالۍ د خاتم الانبيا او جغرتان ښوونځيو او د ګذرې ولسوالۍ له جايه ښوونځي څخه ٧٠ مسمومې نجونې روغتون ته انتقال شوې دي.
د شېرزي په خبره، يادې نجونې له شپږم تر ١٢ ټولګيو زده کوونکې دي چې د يو ډول ګاز بوى له امله مسمومې شوې دي.
شېرزي زياته کړه چې د مسموميت دا پېښه هم د مخکنيو پېښو په څېر ده چې مسموم شوو زده کوونکو ته د زړه بدوالى، د سر ګرځېدا او استفراغ پيدا کېږي.
دغه راز د انجيل او ګذرې ولسواليو د کلينيکونو مشرې فريبا صديقي پژواک ته وويل چې له يادو ښوونځيو د دې ولسواليو کلينيکونو ته ٤٨ مسموم شوې نجونې ور وړل شوې دي.
هغې زياته کړه: ((١٨ تنه د ګذرې له ولسوالۍ راوړل شوي او ٣٠ نور د انجيل ولسوالۍ له ښوونځيو راوړل شوي دي.))
دغه راز د هرات د پوهنې مشر عبدالرازق احمدي پژواک ته وويل چې تر اوسه د مسمومېدو اصلي لامل نه دى موندل شوى.
هغه زياته کړه: ((دا امنيتي او کشفي ارګانونو دنده ده چې د دې پېښو عوامل پيدا کړي او موږ ورسره همکار يو.))
د ناهيد په نوم يوې مسمومې شوې زده کوونکې چې اوس يې روغتيايي حالت يې ښه دى، پژواک ته وويل: ((په ښوونځي کې ناست و چې يو ځل يو بد بوى راغى له هغه وروسته پوه نه شو چې څه وشول.))
هغې له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې نور په دغه ولايت کې د دغه شان پېښو مخه ونيسي.
دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې کې سيمه ييز چارواکي د دغه ولايت د نجونو په ښوونځيو کې د زده کوونکو مسموميت يوه بهرنۍ توطيه بولي.
د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي درې ورځې وړاندې رسنيو ته ويلي وو: ((هغوى چې په ترور او تښتونو بوخت وو، اوس مهال نجونې مسموموي.))
جامي په دې اړه يوې ګډې خبرې غونډې ته ويلي وو: ((فکر کوم چې بهرني لاسونه په کې ښکېل دي، خو د نن ورځې په تکرار دا پېښه هم د ترور او تښتونو په څېر د هرات له دننه پلانېږي.))
مرستيال والي ژمنه وکړه چې دا موضوع به په کلکه وڅېړي، عاملين به يې تر پېژندلو وروسته ډېر ژر ونيسي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه اونۍ کې د هرات د انجيل ولسوالۍ د نوين سفلى، خواجه عبدالوليد او د حبيب المصطفى او د هرات ښار د بابا جي، شهرک احمدي او عبدالعلي توخي لېسو څه باندې اته سوه زده کوونکې مسمومې شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










