ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار او خوست  کې ١٨٩ ميله وسله ډاياک ته وسپارل شوه

په ننګرهار او خوست کې ١٨٩ ميله وسله ډاياک ته وسپارل شوه

author avatar
17 Sep 2015 - 16:35
په ننګرهار او خوست  کې ١٨٩ ميله وسله ډاياک ته وسپارل شوه
author avatar
17 Sep 2015 - 16:35

جلال اباد _خوست (پژواک، ۲۶ وږی ۹۴): د ننګرهار او خوست امنيتي چارواکي وايي چې په ځينو عملياتو کې يې ۱٨٩ ميله وسلې او ٦٣ کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي دي.

دغه څرګندونې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان بريد جنرال محمدنسيم سنګين د وږي په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وکړې. 

سنګين زياته کړه: ((دا وسلې د اچين، حصارک، نازيانو، خوږياڼو، شېرزادو، کوټ او بټي کوټ ولسواليو کې د عملياتو پر مهال له يو شمېر کسانو سره نيول شوي او نن مو ډاياګ ته وسپارلې.))

د هغه په وينا، په دې وسلو کې سپکې او درنې وسلې شاملې دي.

نوموړي وويل: ((موږ د کال له پيله تر اوسه په بېلابېلو عملياتو کې تر ۴۰ پورې وسله وال نيولي او زيات شمېر ته مو مرګ ژوبله ور اړولې ده.))

په ختيځ کې د ډاياګ پروګرام رييس بريد جنرال جوهر پژواک ته وويل، دا وسلې د ملي دفاع وزارت ډيپوګانو ته لېږدول کېږي.

هغه زياته کړه: ((موږ يادې وسلې خپلو ډيپوګانو ته لېږو، هلته يې ښې او خرابې سره بېلېږي، هغه وسلې چې فعالې دي، په تقويتي ډيپوګانو کې ساتل کېږي او پاتې يې تخنيکي ادارو او د ويلې کېدو فابريکې ته لېږو.))

د ده په خبره، تر اوسه په دغه ولايت کې ورته ۶۰۰ بېلابېل ډوله وسلې سپارل شوې او دوی خپلو اړوندو ادارو ته لېږدولې دي.

د خبري کنفرانس په پای کې نيول شوې وسلې رسنيو ته وښودل شوې او په رسمي ډول د څلورمې لوا د افسرانو له لوري د ډاياګ استازو ته وسپارل شوې.

دغه راز د يو بل خبر له مخې په خوست ولايت کې هم ٢٩ ميله سپکه او درنده وسله د ډاياک پروګرام ته وسپارل شوه.

په ياده غونډه کې د خوست والي حکم خان حبيبي وويل چې په دې وسله والو کې login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.