Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د میدان‌وردګو ولایت دوو ولسوالیو ته نوې ودانۍ جوړې شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۳): میدان‌وردګو کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د جغتو او نرخ ولسوالیو لپاره د نږدې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو ودانیو د ګټې اخیستنې پر مهال د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معین مولوي عبدالله مختار وویل چې دوی په تېر کال کې د هېواد په کچه د ۲۳ ولسوالیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پیل کړې چې له ډلې یې د دغه ولایت د جغتو او نرخ ولسوالیو ودانۍ هم دي.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي راروان کال کې هم په دغه ولایت د یو شمېر نورو ولسوالیو ودانیو جوړول هم په پلان کې ونیسي.

هغه له خلکو هیله وکړه چې د نظام د پایښت او د هېواد بیارغونه برخو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

ورته مهال، د میدان‌وردګو والي قاري بختیار معاذ د یادو ودانیو پر جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت مسوولین د هېواد بیارغونې ته ژمن او په ټول هېواد کې یې بنسټیزې پروژې پیل کړې دي.

دغه راز، د خلکو په استازولۍ د نرخ ولسوالۍ یوه قومي مشر دادالله له حکومته مننه وکړه چې د یادو ولسوالیو د خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کېدو په موخه یې معیاري ودانۍ جوړې کړې.

هغه زیاته کړه، له دې مخکې د ولسوالیو د معیاري وداینو نشتوالي له امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

د یادونې ده، په دغه ولایت کې یو شمېر نورې ولسوالۍ هم تر دې مهاله معیاري ودانۍ نه لري چې حکومتي مسوولین او خلک یې له ستونزو سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.