ژبه

د استاد رباني پر قبر د ګل ايښودلو مراسم تر سره شول

خواجه بصیر فطری

سپتمبر 20, 2015 - 11:14 am

Views: 67

 کابل(پژواک، ٢٩ وږى ٩٤): د سولې شورا د پخواني مشر استاد برهان الدين باني د وژل کېدو د څلورم تلين په مناسبت ، د کابل ښار په وزير اکبرخان غونډۍ کې د نوموړي پر قبر د ګلونو ګېدۍ ايښودلو مراسم تر سره شول .

استاد رباني د ١٣٩٠ لمريز کال د وږي په ٢٩ مه ، ماښام د يوه ځانمرګي له خوا چې ويل کېدل د طالبانو د سولې پيغام راوړونکى دى، د کابل ښار په وزيرمحمد اکبرخان مېنه کې په خپل کور ووژل شو او د تلې مياشتې په لومړۍ نېټه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

 له دې پېښې وروسته ملي امنيت او د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې ځانمرګى بريدګر پاکستاني وګړى و او ددې بريد پلان هم په کوېټه ښار کې طرحه شوى و.

د کابل ښار په وزيراکبرخان غونډۍ کې د استاد رباني په قبر د ګلونو د ګېډۍ ايښودلو مراسم نن سهار(٢٩وږى) د دولت د لوړ پوړو چارواکو له خوا تر سره شول.

په دې مراسمو کې د بهرنيو چارو وزير او د استاد رباني زوى صلاح الدين رباني، په اصلاحاتو او غوره حکومتوالۍ کې د ولسمشر فوق العاده استازي احمدضياء مسعود، د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش او د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي ګډون کړى و.

 په دې مراسمو کې د استاد ربانې کورنۍ، ځينو لوړ پوړو حکومتي چارواکو، د ملي شورا او سولې شورا غړو ګډون کړى و.

د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد او د جمعيت اسلامي ګوند د مشر استاد رباني د وژلو کاليزه په رسمي مراسمو سره د هېواد په مرکز او ولايتونو کې نمانځل کېږي.

د وزيرانو شورا د يوه حکم له مخې استاد ربانې ته د درناوي لپاره  له سر له دې کاله د وږې ٢٩مه  عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

login or register a new account.