جلال اباد (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله درې کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن غرمه شاوخوا دوولس نيمې بجې وشوه.
هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې د ملګرو ملتونو يونيسف د دفتر د ساتونکو په موټر پسې مقناطيسي ماين نښلول شوى و چې د شېرزي لوبغالي تر څنګ د بهسودو پر سړک وچاودېد.
مشرقيوال وايي چې په دې چاودنه کې دوه پوليس او يو عام وګړى ټپيا شوي دي.
د عزيزالله په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه زوروره وه او څو کسان يې ټپيان کړي دي.
د هغه په وينا، د چاودنې له امله د پوليسو موټر هم زيانمن شوى دى.
د يادونې ده، د تېرې شنبې په ورځ د ننګرهار ولايت شورا تر څنګ د پوليسو پر يوه رينجر د مقناطيسي ماين چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن