اسعداباد (پژواک، ٩ لړم ٩٤): د کونړ ولايت له سلګونو زلزله ځپلو خلکو سره د مرستو لړۍ د لړم په ٩مه پيل شوه چې څو ورځې به ادامه ولري.
تېره اونۍ (د لړم ٤مه) د هېواد په شمال او ختيځو ولايتونو کې سخته زلزله وشوه چې له امله يې ١١٨ تنه مړه او تر ٥٤٠ پورې ټپيان شوي وو.
د کونړ د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په کونړ کې ٣١ تنه د زلزلې له امله مړه او ١٠٦ تنه ټپيان شوي او تر زرو زيات کورونه ويجاړ او زيانمن شوي دي.
د کونړ د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس غلام علي ثبات پژواک خبري اژانس ته وويل چې د څوکۍ او ماڼوګي ولسوالۍ د زلزلې له امله زيات ځپل شوي دي.
ثبات زياتوي چې دوى د زلزلې له ځپل شوو کورينو سره د مرستو لړۍ پيل کړې او تر اوسه يې ٥٥٤ زيانمنو شوو کورنيو ته مرستې وېشلې دي.
د نوموړي په وينا، په دې مرستو کې خېمې، کمپلې، د پخلنځي سيټونه، ګازډبې او يو شمېر نور توکي شامل دي.
نوموړی وايي، په کونړ کې د اېن ، ار، سي موسسه له زلزله ځپلو کورنيو سره د غير خوراکي توکو له وېش سره هرې کورنۍ ته اته = اته زره افغانۍ نغدي مرسته هم ورکوي.
دی زياتوي چې يادې موسسې تر اوسه له ۹۴ زيانمنو کورنيو سره مرسته کړې.
د کونړ والي وحيدالله کليمزی وايي، مرکزي حکومت د کونړ د زلزله ځپلو خلکو سره د مرستې ژمنه کړې چې د ده په خبره ډېر زر به کونړ ته را ورسېږي او ټولو زيانمنو کورنيو ته په وخت ورسول شي.
کليمزی د مرستندويه موسساتو او له ملي سوداګرو هم غواړي چې د کونړ له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.
يو تن مرسته اخيستونکی محمداسماعيل وايي: ((زموږ کور په زلزله کې رالوېدلى او ډېر تاوان را رسېدلی اوس به په دې توکو يو څه ګوزاره وکړو خو د دولت نه په کلکه غواړو چې زموږ سره د کورونو په جوړولو کې سملاسي مرستې وکړي؛ ځکه چې اوس ژمی دی په خېمه کې او بهر هېڅ ګوزاره نه کوي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن