۱۰ عقرب ۱۳۹۴: د مالیې وزارت د مالي چارو مرستیال ښاغلي مصطفی مستور د آسیا پراختیایي بانک رئيس ښاغلي تیکسیکو نکو، د یاد بانک له مرستیال او د امریکا له پاره د بانک اجرایوي رئيس سره د فلیپين په پلازمینه مانیلا کې لیدنه وکړه او له هغوی سره یې د افغانستان زیربنایي پروژو له پاره د نویو مرستو په اړه خبرې وکړې.
د دغې لیدنې پرمهال د آسیا پراختیایي بانک او نورو مرسته کوونکو د زیربنایي پروژو له پاره له افغانستان سره د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۰ میلادي پورې د 858 میلیونو ډالرو د نوې مرستې ژمنه وکړه.
د مالیې وزارت مالي مرستیال د آسیا پراختیایي بانک له د مالیې وزارت مالي معین او د آسیا پراختیایي بانک رئیس د زیربنایي پروژو، د ریل پټلۍ، سړکونو او انرژي شبکو له لارې د آسیا پراختیایي بانک په پانګونه د سیمې په نښلولو هم خبرې وکړې.
د آسیا پراختیایي بانک چارواکو علاقه وښوده چې له افغانستان سره به د راتلونکو کلونو له پاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د مالیې وزارت مالي مرستیال له افغانستان سره د آسیا پراختیایي بانک ددې سخاوتمندانه مرستو څخه مننه وکړه چې له افغانستان سره یې د خلکو د ژوند په ښه والي کې کوي.
د آسیا پراختیایي بانک په پراختیایي پروژو کې د افغانستان یو له سترو مرسته کوونکو څخه دی. د یاد بانک په دغې مرستې سره به په افغانستان کې بریښنا وغځول شي، په خصوصي سکتور کې به پانګونه زیاته شي او زیربنایي پروژې به جوړې شي چې ورسره به په امنیت کې ښه والی راشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن