ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محصلين د کابل پوهنتون په کافه تريا کې د بيو له لوړوالي شکايت کوي

محصلين د کابل پوهنتون په کافه تريا کې د بيو له لوړوالي شکايت کوي

author avatar
10 Nov 2015 - 16:43
محصلين د کابل پوهنتون په کافه تريا کې د بيو له لوړوالي شکايت کوي
author avatar
10 Nov 2015 - 16:43

 کابل(پژواک،١٩ لړم ٩٤): د کابل پوهنتون ځينې محصلين، د پوهنتون د کافه تريا د خوراکي توکو د کيفيت له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې بيې يې هم د بازار په پرتله لوړې دي.

دې محصلينو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي چې د خوراکي توکو د کيفيت نشتوالي او بيو لوړېدو په سبب، ځينې محصلين اړ کېږي چې هره ورځ پوهنتون پرېږدي او د پوهنتون په څو کيلومترۍ کې واقع هوټلونو کې د غرمې ډوډۍ وخوري.

 د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د دويم کال محصل متين، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنتون کافه تريا، د مافيا په لاس کې ده، هر څنګه يې چې زړه وي بيې ټاکي او څوک ترې پوښتنه نه شي کولى.

هغه پژواک ته وويل:((يواځې پلار مې کار کوي او هره ورځ ٥٠ افغانۍ راکوي، څو د غرمې ډوډۍ وخورم، خو په ٥٠ افغانيو هېڅ نه شم کولى چې خپله ګېډه مړه کړم.))

د همدې پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلې خاطرې د کافه تريا د خوړو او نوشابې له  قيمتۍاو کيفيت له نشتوالي شکايت کوي.

 هغه وويل چې په بازار کې د کاکولا نوشابې يو  لوى بوتل بيه ٤٠ افغانۍ ده، خو د پوهنتون په کافه تريا کې يې په ٥٠ افغانۍ ورکوي.

دې محصل زياته کړه چې په بازار کې يو ګيلا س د مېوې اوبه په ٨٠ افغانۍ دي، خو همدا اوبه په کافه تريا کې په سل افغانۍ ورکوي.

په ورته وخت کې د اقتصاد پوهنځي د دويم کال محصل انعام چې په کافه تريا کې يې د معدني اوبو يو کوچنى بوتل په شل افغانۍ پېرلى و، پژواک ته وويل:(( د اوبو دا بوتل په ټول ښار کې په ١٥ افغانۍ پلورل کېږي.))

 هغه همدارنګه وويل چې په کافه تريا کې له چاکليت او يا بورې پرته يو ګيلاس چاى په لس افغانۍ دى، خو له پوهنتون نه بهر رستورانټونو کې ورسره چاکليټ او بوره هم ورکوي.

انعام وويل چې د نورو هېوادونو په پوهنتونونو کې محصلينو ته ډېرې اسانتياوې شته، خو دلته دولت نه يواځې چې اسانتياوې نه دي رامځته کړې، بلکې ستونزې يې جوړې کړې، څو محصلين ونه شي کولى چې په ارام فکر سره تحصيل وکړي.

 هغه د کابل پوهنتون د ځينو سرچينو له قوله وويل چې په ٦٠ لسزه کې نه يواځې چې د خوراکي توکو، بلکې د ترانسپورټ په کرايه کې هم د نورو عادي افرادو په پرتله د محصلينو او متعلمينو لپاره د پام وړ تخفيف موجود و.

هغه وويل:((هغه مهال يوه محصل د پوهنتون په کافه تريا کې د يو خوراک خوړو په بدل کې ٤٠ افغانۍ ورکولې چې هم با کيفيته و ، هم رنګارنګ  او هم يې اندازه ډېره وه، په داسې حال کې چې همدا اندازه خواړه به هغه مهال په رستورانټ کې په ١٠ افغانۍ  تر لاسه کېدل.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.