منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۶ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

محصلين د کابل پوهنتون په کافه تريا کې د بيو له لوړوالي شکايت کوي

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۳۶ کتنې

 کابل(پژواک،١٩ لړم ٩٤): د کابل پوهنتون ځينې محصلين، د پوهنتون د کافه تريا د خوراکي توکو د کيفيت له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې بيې يې هم د بازار په پرتله لوړې دي.

دې محصلينو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي چې د خوراکي توکو د کيفيت نشتوالي او بيو لوړېدو په سبب، ځينې محصلين اړ کېږي چې هره ورځ پوهنتون پرېږدي او د پوهنتون په څو کيلومترۍ کې واقع هوټلونو کې د غرمې ډوډۍ وخوري.

 د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د دويم کال محصل متين، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنتون کافه تريا، د مافيا په لاس کې ده، هر څنګه يې چې زړه وي بيې ټاکي او څوک ترې پوښتنه نه شي کولى.

هغه پژواک ته وويل:((يواځې پلار مې کار کوي او هره ورځ ٥٠ افغانۍ راکوي، څو د غرمې ډوډۍ وخورم، خو په ٥٠ افغانيو هېڅ نه شم کولى چې خپله ګېډه مړه کړم.))

د همدې پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلې خاطرې د کافه تريا د خوړو او نوشابې له  قيمتۍاو کيفيت له نشتوالي شکايت کوي.

 هغه وويل چې په بازار کې د کاکولا نوشابې يو  لوى بوتل بيه ٤٠ افغانۍ ده، خو د پوهنتون په کافه تريا کې يې په ٥٠ افغانۍ ورکوي.

دې محصل زياته کړه چې په بازار کې يو ګيلا س د مېوې اوبه په ٨٠ افغانۍ دي، خو همدا اوبه په کافه تريا کې په سل افغانۍ ورکوي.

په ورته وخت کې د اقتصاد پوهنځي د دويم کال محصل انعام چې په کافه تريا کې يې د معدني اوبو يو کوچنى بوتل په شل افغانۍ پېرلى و، پژواک ته وويل:(( د اوبو دا بوتل په ټول ښار کې په ١٥ افغانۍ پلورل کېږي.))

 هغه همدارنګه وويل چې په کافه تريا کې له چاکليت او يا بورې پرته يو ګيلاس چاى په لس افغانۍ دى، خو له پوهنتون نه بهر رستورانټونو کې ورسره چاکليټ او بوره هم ورکوي.

انعام وويل چې د نورو هېوادونو په پوهنتونونو کې محصلينو ته ډېرې اسانتياوې شته، خو دلته دولت نه يواځې چې اسانتياوې نه دي رامځته کړې، بلکې ستونزې يې جوړې کړې، څو محصلين ونه شي کولى چې په ارام فکر سره تحصيل وکړي.

 هغه د کابل پوهنتون د ځينو سرچينو له قوله وويل چې په ٦٠ لسزه کې نه يواځې چې د خوراکي توکو، بلکې د ترانسپورټ په کرايه کې هم د نورو عادي افرادو په پرتله د محصلينو او متعلمينو لپاره د پام وړ تخفيف موجود و.

هغه وويل:((هغه مهال يوه محصل د پوهنتون په کافه تريا کې د يو خوراک خوړو په بدل کې ٤٠ افغانۍ ورکولې چې هم با کيفيته و ، هم رنګارنګ  او هم يې اندازه ډېره وه، په داسې حال کې چې همدا اندازه خواړه به هغه مهال په رستورانټ کې په ١٠ افغانۍ  تر لاسه کېدل.))

 

هغه وړاندې وويل چې زده کوونکي او محصلين د ٥٠٠ افغانيو په ورکولو سره کولى شي چې له ښاري ترانسپورټ څخه د ګټه اخيستنې کلنى کارت په يوه کال کې تر لاسه کړي.

سرچينې زياته کړه، چې په ښاري بس( ملي بس) کې د يوه کس کرايه يوه افغانۍ وه، که چېرته محصل يا متعلم په يوه ورځ کې څلور ځله له ښاري بس کار واخلي، په يوه کال کې څه باندې زر افغانۍ کيږي.

پژواک خبري اژانس د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو  له څه باندې ٢٠ محصلينو سره په دې اړه مرکې کړې چې ټولو يې د کابل پوهنتون په کافه تريا کې د چمتو شوو خوړو او نوشابو له لوړو بيو او بې کيفيتۍ څخه اندېښنه څرګنده کړې او له دولت په ځانګړي ډول له لوړو زده کړو وزارت يې غوښتي چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي او ددې توکو په بيه کې د محصلينو لپاره ځانګړى تخفيف په پام کې ونيسي.

 د کابل پوهنتون د کافه تريا مشر محمد حليم، د کافه تريا د مياشتنۍ کرايې لوړ والى د خوارکي توکو د بيو لوړېدو لامل بولي.

هغه ومنله چې د کابل پوهنتون کافه تريا کې د توکو بيه د بازار په پرتله لوړه ده، خو ويې ويل چې دوى د ښاروالۍ د نرخپاڼې له مخې خوراکي توکي پلوري.

 د کابل طبي پوهنتون د کافه تريا مشر پژواک ته وويل:((د کافه تريا ودانۍ د کرايې له اړخه هره مياشت ٨٥٣ زره افغانۍ دولت ته ورکوو، کرايې ډېرې اوچتې شوې، نه شو کولى چې  محصلينو ته په تيارو شوو خوړو او نوشابو کې تخفيف راولو.))

هغه همدرانګه له حکومت په حانګړي ډول له لوړو زده کړو وزارت  څخه غوښتنه وکړه چې له محصلينو سره د مرستې لپاره دې لومړى د کافه تريا کرايه کمه کړي.

 نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې په تېرو کلونو کې د يوه خوراک بيه ٥٠ افغانۍ وه، وويل هغه مهال چې يو خوراک ٥٠ افغانۍ و، په بدل کې يې د کافه تريا د يوې مياشتې کرايه هم ١٥٠ زره افغانۍ وه، خو اوس چې کرايه له شپږ چند څخه هم لوړه شوې، خو د يو خوراک بيه له دوه يا دوه نيم چنده لوړه شوې ده.

د کابل طبي پوهنتون محصلين هم ددې پوهنتون په کافه تريا کې د چمتو شوو خوړو د لوړې بيې او کيفيت له نشتوالي شکايت کوي.

د طب پوهنځي محصل حشمت الله پژواک ته وويل، په کافه تريا کې د خوراکي توکو د بيې د لوړ والي په سبب ځينې محصلين په کافه تريا کې د چمتو شوو خوړو نه کار اخلي او ځينې نور د خوړو لپاره له پوهنتون  څخه بهر رستورانټونو ته ځي.

 دې محصل زياته کړه ، هغه اتيا افغانۍ چې هره ورځ يې له کورنۍ څخه  اخلي، ٤٠ يې پوهنتون ته د تګ راتګ کرايه کوي او په پاتې ٤٠ افغانيو نه شي کولى چې هره ورځ چاى وڅښي.

خو د کابل طبي پوهنتون د کافه تريا مشر دين محمد هم له پژواک سره په خبرو کې د کافه تريا لوړه مياشتينۍ کرايه په کافه تريا کې د خوراکي توکو د بيو د لوړ والي لامل بولي.

هغه زياته کړه:((د کافه تريا مياشتينۍ کرايه ٢٠٦زره افغانۍ ده، د کابل پوهنتون د کافه تريا په پرتله کم پېروونکي لرو، داسې مياشتې راځي چې لګښتونه نه شو پوره کولى.))

 پر دې سربېره هغه وويل چې د ښاروالۍ د نرخ پاڼې له مخې، کوم توکي چې  په کافه ترياوو کې محصلينو ته ورکول کېږي، له پوهنتون  څخه بهر خوارکي توکو سره توپير نه لري.

د کابل طبي پوهنتون د کافه تريا دې مسوول له حکومت په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت نه وغوښتل چې د کافه ترياوو کرايه ټيټه کړي، څو محصلينو ته په مناسبه بيه خواړه او نوشابه ورکړل شي.

هغه وويل:((حکومت دې په لومړي قدم کې د کافه تريا مياشتينۍ کرايه کمه کړي او وروسته دې په مناسب تخفيف سره نرخ پاڼه ترتيب کړي، موږ حاضر يو چې مرعات يې و کړو.))

د کابل پوهنتون رياست، په داسې حال کې چې په دې برخه کې د ځينو محصلينو د اندېښنو پخلى وکړ، خو ويې ويل چې په کافه ترياوو کې ټولې نرخ پاڼې د کابل ښاروالۍ له خوا ټاکل شوې دي.

د کابل پوهنتون مشر حبيب الله حبيب پژواک خبري اژانس ته وويل چې بيې د کابل ښاروالۍ له خوا ټاکل کېږي، ښاروالي او نور اړوند ارګانونه بايد د کافه تريا له بيو جدي څارنه وکړي.

هغه وويل، کوم کسان چې د کابل پوهنتون په کافه تريا کې په خپل سر بيې ټاکي، بايد عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د کابل پوهنتون دې چارواکي پژواک ته وويل:((ټاکل شوې بيې ډېرې زياتې لوړې دي او زموږ د اندېښنې وړ هم دي، ځکه يو محصل يې د ورکولو توان نه لري.))

هغه ومنله چې په تېرو کلونو کې په کافه تريا کې خوراکي توکي په ټيټه بيه محصلينو ته ورکول کېدل، خو ويې ويل چې ځينې موسسې محصلينو ته د خوراکي توکو په بيه کې د تخفيف په موخه له کابل پوهنتون سره مالي او غير مالي مرستې کړې، خو ددې مرستو سلسله له څو کلونو راهيسې بنده شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل پوهنتون چارواکي ادعا کوي چې کابل ښاروالي د خوراکي توکو د بيې او کنټرول مسووليت لري، خو د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم مشر خيرمحمد صفدري دا څرګندونې په بشپړ ډول رد کړې.

صفدري پژواک ته وويل چې کابل ښاروالي له څو کلونو راهيسې د پوهنتونونو په کافته ترياوو کې د خوراکي توکو د بيو په ټاکلو کې لاسوهنه نه کوي او ددې ادارې له پتې هېڅ کومه نرخ پاڼه نه ده ور استول شوې.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت هم چې په دې برخه کې ډېر مسووليت او واک لري، د محصلينو ددې ستونزو پخلى کوي.

ددې وزارت چارواکي وايي چې د همکارو او مرستندويه موسسو د مرستو له لارې يې محصلينو ته اړينې  اسانتياوې چمتو کړې او هڅه کوي چې ډېر ژر به دا ستونزې پاى ته ورسوي.

د لوړو زده کړو وزارت وياند صفي الله جلالزي ومنله چې په پوهنتونونو کې زياتې ستونزې شته، د پوهنتون شورا او وزارت ددې ستونزو د حل لپاره داسې لارې چارې تر لاس لاندې نيولي چې د محصلينو په ګټه وي.

هغه زياته کړه ، وزارت هڅه کوي چې د خپلو شته امکاناتو  او ملي او نړيوالو بنسټونو په مرسته د کابل پوهنتون زده کوونکو ته اړينې اسانيتاوې رامنځته کړي.

جلالزي ددې اسانتياوو او عملي پيل نېټې په اړه نور معلومات وړاندې نه کړل  .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه