منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۸ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند امنیه قوماندان د مارجې د سقوط اوازې رد کړې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲٢ لیندۍ ۹۴): د هلمند امنيه قوماندان د مارجې ولسوالۍ د سقوط اوازې رد کړې او ويې ويل چې په دې برخه کې ځينو ګواښونو شتون درلود خو اوس یې له منځه وړي دي.

د دغه ولایت امنیه  قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د لېندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مارجې ولسوالۍ ودانۍ طالبانو نه ده نيولې ځيني ګواښونه په دې برخه کې موجود وو چې تېره ورځ حل شول.

سرجنګ وايي چې د يادې ولسوالۍ د لا ښه امنيت په موخه يې تازه دمي سرتېري ور استولي دي او نوې پوستې يې هم جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((د ولسوالۍ او قوماندانۍ په ودانیو کې اوس هم پولیس شتون لري، ملي اردو هم  په سیمه کې خپله دنده ترسره کوي.))

ده وويل چې د مارجې ولسوالۍ ته اوس خلک د ناوې ولسوالۍ له لارې تګ راتګ کوي خو د عمومي لارې د خلاصون په موخه يې عمليات پيل شوي دي.

د سرجنګ د معلوماتو له مخې، د پوليسو تر څنګ د ملي اردو پنځه سوه سرتېري د مارجې ولسوالۍ د امنيت په ټينګښت بوخت دي.

د هلمند امنيه قوماندان وايي: ((په دې وروستیو کې د پاکستان له خوا طالبانو ته  ډېرې پیسې، وسلي او مهمات ورکړل شوي ، نو طالبان هڅې کوي څو پاکستان ته وښيي چې دوی یو شمېر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي.))

ده وويل چې د نشه يې توکو يو شمېر قاچاق وړونکي هم د امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي، تر څو د قاچاق لپاره يې زمينه برابره وي.

د سرجنګ د معلوماتو له مخې، په هلمند کې د امنيتي ځواکونو شمېر لس سلنه له طالبانو ډېر دى نو ډېر ژر به له لاسه وتلې سيمې بېرته تر کنټرول لاندې راولي.

ده وويل چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو تر منځ اړينه همغږي شتون لري او د ستونزو لرې کولو لپاره يو ځاى کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د هلمند د ولايتي شورا يو شمېر غړو پژواک ته ويلي چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ همغږي شتون نه لري.

دغه راز سرجنګ وويل چې د دغه ولايت خانشين ولسوالۍ هم په ټوليزه توګه د وسله والو طالبانو په لاس سقوط نه دى کړى.

هغه وويل: ((د ولسوالۍ پخوانۍ ودانۍ طالبان نیولي وه چې هغه هم د یوې پوستې په ډول وه.))

خو يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په خانشين ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ او يو لېسه سوځولې دي.

د لېندۍ په ١٩مه د هلمند د ولايتي شورا مشر کريم خان اتل پژواک ته ويلي و چې خانشين ولسوالۍ طالبانو نيولې ده.

له تېرو پنځو مياشتو راهيسې د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي.

د يادو جګړو په ترڅ کې تر اوسه وسله والو طالبانو موسى کلا، نوزاد او سنګين ولسواليو تر څنګ يو شمېر نورې سيمې هم نيولې دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه