منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۰ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

طالبانو له روسانو سره خبرې رد کړې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۲ کتنې

کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩٤): وسله وال طالبان وايي، چې د داعش پر ضد د دوى او روسانو ترمنځ خبرې حقيقت نه لري.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف دوه ورځې وړاندې رسنيو ته له زياتو جزئياتو ورکولو پرته ويلي و، چې دوى  د داعش وسله والې ډلې پر ضد د ګـډې جګړې او مبارزې لپاره له افغان طالبانو سره اړيکې نيولې دي.

خو د دې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، د داعش په ضد دوى د هېچا همکارۍ ته اړتيا نه لري او نه يې هم له چا سره په دې اړيه اړيکه نيولې او نه يې خبرې کړې دي.

 خو دى وايي، دوى د امريکا پر ضد جګړې لپاره د سيمې له ګڼو هېوادونو سره تماسونه نيولي او نيسي يې، چې  دا يې خپل حق دى.

مجاهد زياتوي: "په افغانستان کې د داعش له نامه څخه ځیني کسان ناوړه استفاده کوي او کورني او بهرني استخبارات یې د خپلو شومو اهدافو لپاره تایید او مرسته کوي."

د هغه په وينا، طالبانو تر ډېره حده د داعش ګواښ له منځه وړى او اوسمهال يواځې د يوه ولايت په يوه څنډه کې پاتې دي، چې دا د تشويش وړ نه دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه