منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۲ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند د امنیت لپاره د سیمه ييزو پولیسو تشکیل ډېر شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٥ مرغومى ۹۴(: د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په موخه يې ډېرې اړتياوې پوره شوې دي.

په دې وروستيو کې د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې روانې دي چې له امله يې طالبانو يو شمېر سيمې هم نيولې دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د مرغومي په ٥مه د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په موخه د کورنيو چارو وزارت د زرو په شمېر د سيمه ييزو پوليسو نوى تشکيل منظور کړى دى.

هغه وايي چې مهماتو او درنو وسلو په برخه کې يې هم ځيني اړتياوې پوره شوې دي.

هغه زياته کړه چې دغه نوي سيمه ييز پوليس به له ملي پوليسو سره يو ځاى په هغو سيمو کې پر دندو وګومارل شي چې اړتيا ورته ليدل کېږي.

د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په هلمند کې دمګړۍ ٤زره کسان د سيمه ييزو پوليسو په چوکاټ کې پر دندو بوخت دي.

سرجنګ دا هم وويل چې د دغه ولايت بېلابېلو سيمو ته د جګړې د مهارولو په موخه تازه دمي سرتېري استول شوي دي.

هغه وايي چې وسله والو طالبانو په راتلونکي پسرلي کې د هلمند لپاره ځيني پلانونه جوړ کړي خو امنيتي ځواکونو يې د مخنيوي لپاره پوره چمتووالى لري.

امنيه قوماندان وايي چې په تېرو دوو ورځو کې امنيتي ځواکونو په ګرشک او سنګين ولسواليو کې د طالبانو پر وړاندې سخته جګړه کړې ده.

هغه زياته کړه: ((په دې ولسواليو کې طالبان اوس د خپلو مړو او ټپیانو پر ټولو او ایستلو بوخت دي او تر دې وروسته نه شي کولی چې سیمې تر خپل واک لاندې راولي.))

ده وويل چې د هلمند په جګړو کې بهرني ځواکونه له افغان امنيتي ځواکونو سره د هوايي بريدونو په برخه کې مرستې کوي.

دغه راز په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د دويمې لوا قوماندان جنرال عبدالودود نجرابي پژواک ته وويل چې په سنګين ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو وسله والو طالبان پر شا کړي دي.

خو ده وويل چې په دې ولسوالۍ کې طالبانو خلکو ته ګواښ کړى چې بازار ته ولاړ نه شي.

د نجرابي په وينا، تېره ورځ په سنګين کې امنيتي ځواکونو له دريو سيمو پر طالبانو بريدونه وکړل چې له امله يې ٢٠ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

خو ده په ياده جګړه کې د افغان امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

هغه زياته کړه: ((اوس مهال سنګين کې جګړه نشته، موږ د پوستو او سنګرونو په ټينګولو بوخت يو.))

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې د سنګين ولسوالۍ ډېرې سيمې اوس هم د طالبانو په ولکه کې دي.

هغه وويل چې تېره ورځ په سنګين کې طالبانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د هلمند باغران، ديشو، موسى کلا او نوزاد ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه