ښرنه (پژواک، ٨ مرغومى ٩٤): د پکتيکا د استيناف محکمې نوى ریيس وايي چې د عدالت د تامين په موخه به د قانون په رڼا کې حق، حقدار ته وسپاري.
د پکتيکا د والي امين الله شارق له لوري د مرغومي په ٨مه قضاوتوال عبدالتواب مخلص د دغه ولايت د استيناف محمکې د نوي رييس په توګه معرفي شو.
شارق د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې عبدالتوب مخلص تجربه کار او مسلکي شخص دى.
نوموړي له هغه غوښتنه وکړه چې د عدالت د تامين په موخه د هيچا پروا ونه کړي او خپله پرېکړه په جرئت سره اعلان کړي.
هغه زياته کړه: ((زموږ نوى رييس بايد ظالم ته سزا ورکړي او د مظلوم اوښکې ورپاکې کړي.))
شارق دا هم وويل چې هېڅ دولتي او غير دولتي چارواکي ته به اجازه ورنه کړي چې د دغه ولايت د محکمې په چارو کې بېځايه لاسوهنې وکړي.
دغه راز د پکتيکا د استيناف محکمې نوي رييس وويل چې په دغه ولايت د ټولنيز عدالت د تامين په موخه به ټولې پرېکړې د قانون په چوکاټ کې وکړي.
مخلص زياته کړه: ((زموږ دروازې به تل د پکتيکا د خلکو پر مخ پرانيستې وي او که په موږ کې هم کومه ستونزه ګوري نو کولاى شي موږ سره يې شريکه کړي.))
هغه وايي چې د قضائيه قوې ټولو اصولو ته درناوى کوي او د ټولنيز عدالت د تامين په موخه به هېڅ ډول معامله ونه کړي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي ميراحمد پژواک ته وويل چې قضائيه قوه د ټولنيز عدالت د تامين په موخه د دولت تر ټولو مهم ارګان دى.
هغه وويل: ((نو دغه مهم ارګان بايد له بډو او نورو فسادونو پاک وي.))
ده وويل چې تر دې وړاندې په دغه ولايت د خلکو دوسيې پر وخت نه څېړل کېدې او په ډېرو وختونو کې بډې هم ترې اخيستل کېدې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن