چاريکار (پژواک، ٨ مرغومی ٩٤): ناپېژاندو وسله والو د پروان په مرکز چاريکارو کې د ابوحنيفه رح د جامع جومات خطيب مولوي محمداقا حبيبي پر ډزو وواژه.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام ناپېژاندو کسانو مولوي حبيبي ته زنګ وهلى و او ترې غوښتي يې وو چې له خپل کور څخه ور ووځي.
د مموزي په وينا، مولوي حبيبي چې کله له کوره ور وتلى، يادو کسانو پرې ډزې کړي او وژلى يې دی.
امنيه قوماندان وايي چې حبيبي د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکى و خو اوس يې کور د همدغه جومات تر څنګ و.
هغه وويل چې د مولوي محمداقا حبيبي قاتلان تښتېدلي، خو پوليسو يې په اړه پلټڼې پيل کړې دي.
د همدې سيمې اوسېدونکي محمدشفيق عزيز پژواک ته وويل چې حبيبي د نېکو اخلاقو خاوند او جيد ديني عالم و او دى نه پوهېږي چې ولې وژل شوى دى.
ده وويل چې دغه ديني عالم له شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د دغه جومات خطيب و.
وړمه شپه د کاپيسا په دويمه حصه ولسوالۍ کې هم يو ديني عالم (مولوي حمدالله) د ناپېژاندو کسانو له خوا ووژل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن