کندوز (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې د کندوز امام صاحب او دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو پر روزنيزو مرکزونو بدلې شوې او طالبان له همدې لارو شمالي ولايتونو ته د جګړې لپاره استول کېږي.
د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي وايي چې د طالبان د زيات فعاليت ساحه د امام صاحب له ځنګل ساحې نيولې د دشت ارچي تر شهروان او ملاقلي سيمو پورې غځېدلې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دشت ارچي ولسوالۍ زياته برخه له نغمه بازار نه د تخار د خواجه غار ولسوالۍ تر سرحد پورې چې ٢٥ کيلومتره واټن لري، د طالبانو په واک کې ده.
قريشي زياته کړه: ((واليان، ولسوالان او د طالبانو مهم کليدي کسان په دشت ارچي کې بدلېږي او ټاکل کېږي، دوى رونيزو او ځانمرګي مرکزونه لري او له اړينو روزنو وروسته يې شمالي ولايتونو ته د جګړې لپاره استوي.))
د امام صاحب ولسوال ادعا وکړه چې د ازبک، تاجک، چيچين او پاکستاني د ٢٠٠ بهرنيو وګړو په ګډون شاوخوا ١٥٠٠ طالبان شته چې د جګړې او د ولسوالۍ پر مرکزونو د بريدونو مشري يې د بهرنيو جنګياليو پر غاړه ده.
هغه وويل چې طالبان په توپ، دهشکه، هاوان او نورو درنو او پرمختللو وسلو سمبال دي او اوس چې د هغوى د ځپلو وخت دى، حکومت يې د له منځه وړو لپاره هېڅ ډول پروګرام نه لري.
ولسوال زياته کړه چې د دې سيمې وضعيت ته په پام سره، امنيتي ځواکونه شپه او ورځ د طالبانو د بريدونو مخنيوى کوي، خو مرستندوى ځواکونه نشته چې په تاکتيکي حالاتو کې ترې کار واخيستل شي.
د قريشي په خبره، د روان کال د جګړو په سبب څه باندې دری زره کورنۍ د الف بيردي، قرغان پته، جوى بېګم، نواباد، ګنبد او د دشت ارچي له نورو ساحو نه له خپلو کورونو بېځايه شوې او اوسمهال يې اکثره په جوماتونو، سرايونو او د خپلو خپلوانو په کورونو کې ستونزمن ژوند تېروي او د ژمي په را رسېدو يې ستونزې لا زياتې شوې دي.
د کندوز د ولايتي شورا غړي امرالدين ولي هم د دغه ولایت د یادو دوو ولسواليو امنيتي وضعيت نازک وباله او د اندېښنې په څرګندولو سره یې وويل چې په ځانګړي ډول د امام صاحب د ځنګل سيمه د طالبانو د کسانو او ځانمرګو د روزنې لپاره يو خوندي پتنځاى دى.
هغه زياته کړه چې په دشت ارچې کې طالبان له تېرو لسو کلونو راهيسې د ټولېدو مرکز لري او دولت ورته پاملرنه نه ده کړې.
د ولايتي شورا پخواني مرستيال خبردارى ورکړ او ويې ويل: ((که وضعيت همداسې دوام وکړي، نه يواځې چې کندوز ښار به راتلونکى کال د وري په مياشت کې د طالبانو لاس ته ورشي، بلکې دا به د شمال او شمال ختيځو ولايتونو لپاره د خطر زنګ وي.))
د کندوز ولايت سرپرست حمدالله دانشي د دې پخلى وکړ چې د دې ولسوالۍ زياتې برخې د وسله والو مخالفينو په واک کې دي، خو ویې ويل چې ولسمشر غني د کندوز له خلکو درې مياشتې مهلت غوښتى چې د دې نېټې په پاى ته رسېدو سره به د وسله والو مخالفينو پر وړاندې سراسري عمليات پيل شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP