منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۴ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د شمال جګړه د کندوز له دشت ارچي رهبري کېږي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۸۴ کتنې

کندوز (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې د کندوز امام صاحب او دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو پر روزنيزو مرکزونو بدلې شوې او طالبان له همدې لارو شمالي ولايتونو ته د جګړې لپاره استول کېږي.

د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي وايي چې د طالبان د زيات فعاليت ساحه د امام صاحب له ځنګل ساحې نيولې د دشت ارچي تر شهروان او ملاقلي سيمو پورې غځېدلې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دشت ارچي ولسوالۍ زياته برخه له نغمه بازار نه د تخار د خواجه غار ولسوالۍ تر سرحد پورې چې ٢٥ کيلومتره واټن لري، د طالبانو په واک کې ده.

قريشي زياته کړه: ((واليان، ولسوالان او د طالبانو مهم کليدي کسان په دشت ارچي کې بدلېږي او ټاکل کېږي، دوى رونيزو او ځانمرګي مرکزونه لري او له اړينو روزنو وروسته يې شمالي ولايتونو ته د جګړې لپاره استوي.))

د امام صاحب ولسوال ادعا وکړه چې د ازبک، تاجک، چيچين او پاکستاني د ٢٠٠ بهرنيو وګړو په ګډون شاوخوا ١٥٠٠ طالبان شته چې د جګړې او د ولسوالۍ پر مرکزونو د بريدونو مشري يې د بهرنيو جنګياليو پر غاړه ده.

هغه وويل چې طالبان په توپ، دهشکه، هاوان او نورو درنو او پرمختللو وسلو سمبال دي او اوس چې د هغوى د ځپلو وخت دى، حکومت يې د له منځه وړو لپاره هېڅ ډول پروګرام نه لري.

ولسوال زياته کړه چې د دې سيمې وضعيت ته په پام سره، امنيتي ځواکونه شپه او ورځ د طالبانو د بريدونو مخنيوى کوي، خو مرستندوى ځواکونه نشته چې په تاکتيکي حالاتو کې ترې کار واخيستل شي.

د قريشي په خبره، د روان کال د جګړو په سبب څه باندې دری زره کورنۍ د الف بيردي، قرغان پته، جوى بېګم، نواباد، ګنبد او د دشت ارچي له نورو ساحو نه له خپلو کورونو بېځايه شوې او اوسمهال يې اکثره په جوماتونو، سرايونو او د خپلو خپلوانو په کورونو کې ستونزمن ژوند تېروي او د ژمي په را رسېدو يې ستونزې لا زياتې شوې دي.

د کندوز د ولايتي شورا غړي امرالدين ولي هم د دغه ولایت د یادو دوو ولسواليو امنيتي وضعيت نازک وباله او د اندېښنې په څرګندولو سره یې وويل چې په ځانګړي ډول د امام صاحب د ځنګل سيمه د طالبانو د کسانو او ځانمرګو د روزنې لپاره يو خوندي پتنځاى دى.

هغه زياته کړه چې په دشت ارچې کې طالبان له تېرو لسو کلونو راهيسې د ټولېدو مرکز لري او دولت ورته پاملرنه نه ده کړې.

د ولايتي شورا پخواني مرستيال خبردارى ورکړ او ويې ويل: ((که وضعيت همداسې دوام وکړي، نه يواځې چې کندوز ښار به راتلونکى کال د وري په مياشت کې د طالبانو لاس ته ورشي، بلکې دا به د شمال او شمال ختيځو ولايتونو لپاره د خطر زنګ وي.))

د کندوز ولايت سرپرست حمدالله دانشي د دې پخلى وکړ چې د دې ولسوالۍ زياتې برخې د وسله والو مخالفينو په واک کې دي‎، خو ویې ويل چې ولسمشر غني د کندوز له خلکو درې مياشتې مهلت غوښتى چې د دې نېټې په پاى ته رسېدو سره به د وسله والو مخالفينو پر وړاندې سراسري عمليات پيل شي.

هغه زياته کړه چې له علي اباد ولسوالۍ پرته په پنځو نورو ولسواليو کې جدي امنيتي ستونزې شته او حکومت مکلف دى چې له منځه يې يوسي.

دانشي وويل: ((موږ په ټولو ولسواليو کې ستونزې لرو. د امام صاحب ولسوالي ستراتيژيک اهميت لري، له بده مرغه چې لويه برخه يې د دښمن تر واک لاندې ده. د افغانستان او تاجکستان تر منځ پوله له طالبانو سره ده او له دې ستراتيژيک موقعيت نه په ګټه اخيستو سره دوى کولى شي چې هلته خپلو کسانو ته روزنيز مرکزونه جوړ کړي.))

د کندوز ولايت د سرپرست په خبره، په دې کې شک نشته چې په دشت ارچي، امام صاحب او چهاردره کې داسې مرکزونه شته چې طالبان ترې د اډې او خپلو کسانو د قوماندې او روزنې د مرکزونو په توګه کار اخلي.

خو دانشي زياته کړه، په ټوله کې امنيتي ارګانونو د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره يوه طرحه وړاندې کړې چې په نږدې ورځو کې به عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو دوو اوونيو کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو عمليات د هوايي ملاتړ په ملتيا د شپږو قوماندانانو په ګډون لسګونه طالبان په دشت ارچي ولسوالۍ کې وژلي او د طالبانو يو زندان له ويجاړېدو وروسته د دولت واک ته ورغلى او بنديان يې خوشي کړي دي.

د امنيتي چارواکو په خبره، په دغه زندان کې طالبان ملکي وګړي او هغه کسان شکنجه کول چې دوى ته يې عشر، زکات، اوبه او ډوډۍ نه ورکول.

همدارنګه تېره ورځ په دشت ارچي کې د طالبانو د ټولېدو په ځاى کې د ماين چاودنې له امله د هغوى مهم قوماندان قاري اسماعيل د يوه تاجکستاني وګړي په ګډون له ١١ کسانو سره ووژل شو.

د شمال ختيځ زون د ٢٠ پامير فرقي قوماندان جنرال محى الدين غوري د کومانډو عمليات بريالي وبل او خبردارى يې ورکړ: ((وسله وال مخالفين بايد خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او له سولې پروسې سره يو ځاى شي، له دې پرته افغان او بهرنيو هوايي ځواکونو تمصميم نيولى چې په ژمي کې به يې په شمال ختيځ زون [کندوز، تخار، بغلان او بدخشان] کې ټولې اډې له منځه وړي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه