لښکرګاه (پژواک ۱۵ مرغومی۹۴): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو یو تن پر يوه ماشوم د جنسي تېري په جرم په دار ځړولی او وژلى دى.
د طالبانو یوه ځايي قوماندان چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې درې ورځې وړاندې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده سیمې يو اوسېدونکی، طالبانو پر یو ماشوم د جنسي تېري په تور ونيو.
سرچينه زياتوي، د دوی محکمې پردغه کس د اعدام حکم وکړ او نن غرمه په لوی مانده سیمه کې په عام محضر کې په دار وځړول شو او ووژل شو.
د نادعلي ولسوال محمد ادریس عليزي هم تایید کړه، چې طالبانو دغه کس نن غرمه مهال د سلګونو تنو په مخ کې پر دار ځړولى دى.
د ده په وینا، ځړول شوی کس هم طالب دی او په یوه ماشوم تر جنسي تېري وروسته هغوی نیولی او د عبرت لپاره يې اعدام کړی دی.
خو بايد وويل شي، چې طالب ويندويانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










