کندهار (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٤) :د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين په دوو چاودنو کې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
يوه پېښه نن تر غرمې مخکې د ميوند په مندوزو سيمه او بله پېښه تېره شپه د همدې ولسوالۍ په سره بغل سيمه کې شوې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د مرغومي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د ميوند ولسوالۍ په مندوزو سيمه کې نن تر غرمې مخکې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې چې په کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه تنه (يو ماشوم او يوه مېرمن) ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، له پېښې سملاسي وروسته سيمې ته پوليس رسېدلي او ټپيان يې روغتون ته لېږدولي چې ټپونه يې ژور وو.
دى وايي، دغه ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و چې ملکي وګړي يې ښکار شول.
دغه راز تېره شپه د همدې ولسوالۍ په سور بغل سيمه کې هم د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې چې په کې يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.
خپلواک وايي، ياد شوي ملکي وګړي په خپل موټر کې د کور پر لور روان و چې موټر يې پر خښ شوي ماين ور برابر شو.
د ده په خبره، ټپي وګړي د پوليسو له خوا روغتون ته رسول شوي او تر درملنې لاندې دي .
وسله والو مخالفينو تر دې مهاله د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
امنيتي چارواکي وايي وسله وال مخالفين په لارو کې ماينونه خښوي چې هره اوونۍ په لسګونو کشف او له منځه وړي، خو کله کله دغسې پېښې رامنځته کېږي چې ډېره مرګ ژوبله يې ملکي وګړو ته اوړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن