منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۳ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

واشېر ولسوالۍ کې دوو قراردادي مامورينو ته مرګ ژوبله واوښته

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۰ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٤): د هلمند چارواکي وايي، په واشېر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د ترانسپورټ اړوند دوو قراردادي مامورينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولايت د ترانسپورټ رييس عبدالغفور توخي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن شاوخوا يوه بجه د واشېر ولسوالۍ اړوند په ښوراب سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، طالبانو له وړاندې هم دغو مامورينو ته ګواښ کړى وو، خو نن يې پرې بريد کړى چې يو تن يې وژل شوى او بل ټپي دى.

ده وويل چې دواړه د ٢١٥ ميوند قول اردو روغتون ته رسول شوي دي.

د واشير ولسوالۍ د ترانسپورټ مدير عبدالصمد وايي، ياد مامورين يې قراردادي وو او د ډوډۍ خوړلو پرمهال پرې بريد شوى .

د هغه په وينا، بريدکوونکي په سراچه موټر کې راغلي وو او تر بريد وروسته تښتېدلي دي.

ده  وويل، د ټپي مامور روغتيايي حالت نازک  دى.

وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه