واشنګټن (پژواک، ٣ سلواغه ٩٤): د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر له ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو خبرې کړې دي.
د امريکا د دفاع وزارت له خوا د سلواغې په ٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو د تېرې پنجشنبې په ورځ په سويس کې د نړۍ د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې سره ليدلي دي.
سرچينې زياته کړې چې د دې ليدنې پر مهال ولسمشر غني او د دفاع وزير اشټون کارټر د افغانستان پر وروستيو ا منيتي حالاتو خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې د ناټو د روزنې پر ماموريت او د وسله والو مخالفينو د خوندي ځالو پر له منځه وړو هم بحث وشو.
سرچينه کاږي، د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر ولسمشر غني ته د هغو څلورو جيټ الوتکو په اړه ه معلومات ورکړل چې په دې وروستيو کې امريکا افغان ځواکونو ته سپارلې دي.
کارټر ويلي چې دغه الوتکې به د افغانستان د امنيت لپاره مهم رول ولوبوي.
د سرچينې په وينا، د امريکا د دفاع وزير د ولسمشر غني د هغه دريځ هرکلى وکړ چې له ولسمشر اوباما يې په افغانستان کې د سرتېرو له پرېښودو مننه کړې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو په روان زېږديز کال کې د ناټو د سرمشريزې غونډې پر اجنډا هم خبرې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن