کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو د نړيوال جام سياليو په لړ کې پاکستان له افغانستانه لوبه وګټله.
د ١٦ هېوادونو په ګډون د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ٧مه په بنګله دېش کې پيل شوې دي.
د دغو سياليو په لړ کې نن افغانستان خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره ترسره وکړه. د دې لوبې پچه پاکستان وګټله، خو لومړى يې افغانستان ته د توپ وهلو بلنه ورکړه.
د ١٩ کلنو ملي لوبډلې له ټاکل شوو ٥٠ اوورنو څخه په ٢٩ اورونو کې په ١٢٦ منډو وسوځېده او پاکستان ته يې د ١٢٧ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري طارق احمدزي ٥٣ او کريم جنت ٢٧ منډې جوړې کړې.
د پاکستان د ١٩ کلنو لوبډلې ياد هدف په دوه دېرشم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.
افغان لوبغاړي ضياء الرحمن دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.
افغانستان به خپله دويمه لوبه د سلواغې په لسمه له سريلانکا سره کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن