منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

قهرمان : پاکستانيو ځواکونو د دېشو ولسوالۍ څلور کيلومتره خاوره نيولې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

لښکرګاه(پژواک، ۲۵سلواغه۹۴): پاکستاني ځواکونه په ديشو ولسوالۍ کې څلور کيلومتره د افغانستان په خاروه کې مخ ته راغلي دي.

دېشو د هلمند ولايت هغه ولسوالۍ ده چې له ډيورنډ کرښې سره ګډه پوله لري او له تېرو لسو کلونو راهيسې يې واک د وسله والو طالبانو په لاس کې دى.

په هلمند ولايت کې د امنيت د ټينګښت اوپرتيفي مسوول عبدالجبارقهرمان د سلواغې په ٢٥مه ديوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په دېشو ولسوالۍ کې شاوخوا څلور سوه پاکستاني پوځيان د افغانستان په خاوره کې څلور کيلومتره مخ ته راغلي دي.

هغه زياته کړه : (( دغه پوځيان له تېرو څو ورځو راهېسې د دېشو په حليم کاريز سيمه کې مېشت شوي دي.))

قهرمان وايي چې د اړوندې موضوع په اړه يې له حکومتي مشرانو سره خبرې کړي ترڅو دغه ستونزه له پاکستان سره هواره کړي.

ده وويل چې که پاکستاني ځواکونه په خپله خوښه د افغانستان له خاورې ونه وځي نو د خلکو او امنيتي ځواکونو له کلک غبرګون سره به مخ شي.

قهرمان وايي ، وسله والو طالبانو ورسره ژمنه کړې چې د پاکستاني پوځيانو په ځپلو کې به له افغان امنيتي ځواکونو سره ګډه ونډه واخلي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دغه راز د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وويل چې تر دې وړاندې هم پاکستان د افغانستان په نا امنيو کې لاس درلود.

هغه زياته کړه: (( پخوا هم پاکستان  په پټه او ښکاره  د افغانستان  په جګړو او نا امنيو کې لاس وهنې کولې، خو اوس يې دا  دی  په ښکاره  تجاوز کړی دی.))

ده له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په دېشو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځيانو مخه ونيسي.

د هلمند د والي وياند عمرځواک پژواک ته وويل چې د يادې موضوع د څېړلو په موخه پلاوى سيمې ته استول شوى دى.

د هغه په وينا، د پلاوي تر څېړنو وروسته به په دې اړه جدي اقدام وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په ننګرهار، کندهار او پکتيکا ولايتونو کې هم پاکستاني ځواکونه تر ټاکل شوي حده وړاندې راغلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه