منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ ځانمرګي بريد کې ١٣ ملکيان وژل شوي او ٤٠ ژوبل دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

لومړى تعقيب - اسعد اباد ( پژواک، ٨ کب ٩٤) : د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد ښار کې د ولايت مقام ته نږدې په يوه ځانمرګي بريد کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اکرام الله په نامه د پېښې يوه عيني شاهد د کب په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا بريد نن سهار په شاوخوا لسو بجو د شهيدانو څلور لاري کې وشو.

سرچينې زياته کړې، چې د دې څلور لارې شاوخوا نږدې ولايت مقام او نورې دولتي ودانۍ هم شته، خو د عامو خلکو ګڼه ګوڼه هم ډېره وي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ځانمرګى پلى و او د ولايت مقام دروازې په ١٥ مترۍ کې پر عام سړک ځان ته چاودنه ورکړې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د يوه قومي مشر حاجي خانجان په ګډون ١٣ ملکي وګړي وژل شوي او تر ٤٠ پورې ژوبل دي.

د کونړ د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر احسان الله فضلي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له يادې پېښې ١١ جسدونه او ٤٠ ټپيان راوړل شوي وو، چې دوه تنو په روغتون کې سااه ورکړه.

نوموړي د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت داندېښنې وړ وباله.

د دې بريد مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

په دې اړه  به نور معلومات وروسته خپاره شي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه