منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۶ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ماين چاودنې يو پوليس وواژه او ١١ تنه نور ټپيان کړل

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۷ کتنې

لښکرګاه (پژواک ٩ کب ٩٤): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ماين په چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او ١١ ملکي وګړي او پوليس ژوبل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام شاوخوا ٧ بجې د لښکرګاه د لومړۍ ناحيې اړوند په زاړه مديريت کې پوليسو يو ماين پيدا او خنثى کړ.

ده زياته کړه، خو کله چې يې دا ماين هاموې موټر ته جګ کړ، نو وچاودېد، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله واوښته.

د هغه په وينا، په دې پېښه هاموې موټر او د ملکي وګړو اړوند يو کرولا موټر له منځه تللي او هم د پېښې په ځاى کې د دوو سوداګريزو مارکېټونو ښيښې ماتې شوي او دروازو ته يې زيان رسېدلى دى.

د هلمند د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي، چې دوى ته له يادې پېښې څخه ١١ ټپيان ور وړل شوي، چې پوليس او ملګي وګړي په کې شامل دي او د ځينو روغتيايي حالت نازک دى.

د پوليسو يوې سرچينې چې د نوم له خپرېدو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه