ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ ځانمرګي کې د وژل شوو درې وروڼو دکورنۍ ٢١ غړي لس کلن ورور ته پاتې دي

د کونړ ځانمرګي کې د وژل شوو درې وروڼو دکورنۍ ٢١ غړي لس کلن ورور ته پاتې دي

author avatar
28 Feb 2016 - 16:22
د کونړ ځانمرګي کې د وژل شوو درې وروڼو دکورنۍ ٢١ غړي لس کلن ورور ته پاتې دي
author avatar
28 Feb 2016 - 16:22

اسعد اباد ( پژواک، ٩ کب ٩٤ ) : د کونړ ولايت په پروني ځانمرګي بريد کې د د رېيو وژل شويو وروڼو د کورنيو د ٢١ غړو ترڅنګ سپين سرې مور او سپين ږيرى پلار، لس کلن زوى ته پاتې شوي دي.

پرون سهار د کونړ ولايت د مرکز اسعد اباد ښار په مرکزي څلور لاري کې ځانمرګى بريد وشو، چې په ترڅ کې يې د قومي مشر حاجي خانجان په ګډون ١٣ تنه ووژل شول او تر ٤٠ زيات ژوبل شول.

په وژل شويو کسانو کې يې ډېرى ځوانان او ماشومان او د مرورې ولسوالۍ د يوې کورنۍ درې وروڼه هم په کې شامل وو، چې د سړک پر غاړه يې سوپ او پيکوړې خرڅولې. د دوى څلورم ورور چې تازه له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوى و، هم په ياده پېښه کې سخت ټپي او اوس د کوما په حال کې دى.

وژل شوي وروڼه حبيــــب الله، روح الله او احـسان الله نومېدل، چې د ٢٠ او ٣٠ کلونو ترمنځ يې عمرونه درلودل او درې واړو ودونه کړي وو.

د وژل شوو وروڼو تره ګل اکبر خان د کب په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وريرونو يې د اسعداباد د شهيدانو مرکزي څلور لارې ته څېرمه د سړک پر غاړه د يوې نمړۍ حلالې روزۍ پيدا کولو په موخه کار کاوه.

هغه زياته کړه، چې دوى په ګډه سره سوپ او پيکوړې خرڅولوې او خپلو ماشومانو او کورنۍ ته يې حلال رزق پيدا کاوه.

دى وايي : (( زما مشر ورور چې تر ٦٠ کلونو زيات عمر لري، هر ماښام به يې د کور دروازه څارله، چې زامن به يې له بازاره ډک لاس راشي، خو تېر ماښام د زامنو د راتګ هيلې يې مړې شوې.))

ګل اکبر وويل، چې د حبيب الله په نامه مشر وراره يې ٣٠ کاله عمر درلود، له هغه څخه پنځه اولادونه پاتې دي، د احسان الله په نامه له دويم وراره يې چې ٢٨ کاله عمر يې درلود څلور اولادونه او له درېيم وراره يې چې روح الله نومېده دوه ماشومان پاتې دي.

د هغه په وينا، ددوى څلورم ورور چې جعفر نومېږي، ١٨ کاله عمر لري، واده يې نه دى کړى په ياده پېښه کې سخت ټپي او اوسمهال د جلال اباد په روغتون کې په کوما حالت کې دى.

د وژل شويو وروڼو کاکا وايي، چې کشرى وراره يې تازه له دوولسم ټوګي څخه فارغ او له خپلو وروڼو سره يو ځاى يې د سړک پر غاړه مزدوري کوله.

ګل اکبرخان زياتوي : (( اوس يواځې لس کلن وراره مې پاتې دى، چې د وروڼو د اولادونو او سپين ږيري او سپين سرې مور او پلار په ګډون د کورنۍ د ٢١ غړو پالنه ور ترغاړه ده.))

د هغه په وينا، وژل شوي وروڼه پنځه خويندې لري، چې يوه يې واده او پاتې څلور يې په کور ناستې دي او اوس د خپل کشر ١٠ کلن ورور ورترغاړې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.