لښکرګاه(پژواک،۹کب۹۴):د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ سلګونو اوسيدونکو ددې ولسوالۍ د امنيه قوماندان پر ضد لاريون وکړ او له دندې يې د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.
د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ شاوخوا درې سوه اوسېدونکو د کب په٩مه په مرکز لښکرګاه کې د ولايت مقام ته څېرمه لاريون وکړ.
لاريون کوونکو د ګرمسير ولسوالۍ د امنيې قوماندان پر ضد شعارونه ورکول او له دندې يې د هغه د لرې کېدو غوښتنه کوله.
يو تن لاريون کوونکي او د ګرمسير ولسوالۍ قومي مشر ژېړګل فقيرزاده پژواک ته وويل چې د ګرمسير امنيه قوماندان له قاچاق وړونکو سره لاس لري چې له امله يې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې ډيرې شوې دي.
هغه زياته کړه: (( موږ داسې يو قوماندان غواړو چې قانون ته ژمن وي، امنيت راولي، موږ له دې قوماندان سره کوم شخصي مشکل نه لرو، خو د ده په شتون کې دغه ولسوالۍ نا امنه شوې ده.))
دغه راز بل لاريون کوونکي ولي جان هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې دغه قوماندان د اړيکو پر بنسټ پر دنده ګومارل شوى دى.
د ګرمسير ولسوالۍ امنيه قوماندان په مشرانو جرګه کې د هلمند د استازي محمد هاشم الکوزي ورور دى.
ولي جان وايي: (( دغه قوماندان د سيمه ييزو پوليسو معاشونه ځان ته اخلي، په پوستو کې خلک په پېسو اخيستل کيږي او دده په شتون کې د نشه يې توکيو کر او قاچاق ډير شوى دى.))
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
لاريون کوونکو د هلمند د ولايت مقام ته څېرمه يوه خېمه هم درولې او ګواښ کوي چې تر هغه به دغه خېمه له دې ځايه لرې نه کړي ترڅو د ګرمسير امنيه قوماندان له دندې نه وي ګوښه شوى .
خو د ګرمسير ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار تېمورشاه نظري پژواک ته وويل چې يادو کسانو د شخصي ګټو لپاره لاريون کړى دى.
ده وويل: (( دغه لاريون يو څو کسانو د شخصي ګټو لپاره جوړ کړى، په دې کې د ګرمسير ولس نشته ، خو چارواکي چې زما په اړه هره پرېکړه وکړي زه يې منلو ته حاضر يم.))
هغه تور پورې کړ چې دغه لاريون د وسله والو طالبانو په وينا شوى، ترڅو د ده په نشتون کې دغه ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.
خو د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ پژواک ته وويل چې د لاريون کوونکو ستونزې يې واورېدې او په دې برخه کې به څېړنې وکړي.
هغه وويل چې د ولايتي چارواکو په سلا به يادې ستونزې ته د حل يوه لار پيدا کړي.
ګرمسير د هلمند ولايت له امنو ولسواليو څخه شمېرل کيږي چې له ګاونډي هيواد پاکستان سره ٤٠ کيلومتره ګډه پوله لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










