اسعداباد (پژواک، ٥ ورى ٩٥): د کونړ چارواکي وايي، د ملي اردو په رينجر کې د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او ٧ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د اسعداباد ښار په تېشې سيمه کې رامنځته شوې ده.
ده زياته کړه، د ملي اردو یاد موټر له سرکاڼو ولسوالۍ را روان و چې په ياده سيمه کې پرې مقناطيسي ماين چاودنه کړې چې له امله يې دوه د ملي اردو سرتېري برسېرن ټپیان شوي دي.
د هغه په وينا، رينجر موټر هم يو څه تخريب شوى دى.
خو د کونړ د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکتر احسان الله فضلي پژواک ته وويل چې له دې پېښې دوى ته د ملي اردو د یوه سرتېري مړی، د ملي اردو د شپږو سرتېرو او يوه ملکي وګړي ټپيان ور وړل شوي دي.
دى وايي، ټپيان له لومړنۍ درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.
له بلې خوا امنيه قوماندان دغه راز وايي، نن سهار هم په اسعداباد کې د پوليسو پر رينجر موټر د مقناطيسي ماين له امله چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن