لښکرګاه (پژواک، ٨ ورى ٩٥): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې خانشين ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو نيولې ده خو طالبان دغه څرګندونې ردوي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد معين فقير د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خانشين ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره يې تېره شپه ٤ بجې عمليات پيل کړي وو.
هغه وايي چې د عملياتو په ترڅ کې یې نن سهار اته بجې دغه ولسوالۍ بېرته له طالبانو نيولې ده.
د فقير په وينا چې په عملياتو کې ٢٥ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په ولسوالۍ کې اوس هم چاڼيز عمليات روان دي.
په هلمند کې د امنيت د ټينګښټ اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان هم د يادې ولسوالۍ بېرته نيول کېدل تاييدوي.
هغه وويل چې په د ولسوالۍ د نيولو پر مهال درې د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
قهرمان زیاته کړه: ((عمليات يواځې په خانشين پورې نه محدوديږي، موږ دغه عمليات تر دېشو ولسوالۍ پورې غځوو.))
دغه راز د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې خانشين ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې خانشين ولسوالۍ اوس له طالبانو سره ده.
هغه وايي چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د خانشين ولسوالۍ په شابو او ډاکتر حقمل کليو کې بريدونه کړي دي چې د درنو تلفاتو تر ليدو وروسته بېرته تللي دي.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د هلمند خانشين ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستلې وه.
دا مهال د هلمند دېشو، باغران، نوزاد او موسى کلا ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن