خوست (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): د خوست چارواکي ادعا کوي چې د ولسمشر دويم مرستيال هڅه کوي چې سوېل ختيځو ولايتونو ته د برېښنا د غځېدو مخه ونيسي خو د دويم مرستيال مطبوعاتي مسوول دغه څرګندونې ردوي.
د دغه ولايت يوه لوړپوړي دولتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په دې لټه کې دی چې د سوېل ختيځو ولايتونو د برېښنا پروژه لغوه او پر ځای يې باميان او ځينو نورو سيمو ته دغه برېښنا انتقال کړي.
سرچينې وويل: ((د ولسمشرۍ رياست دويم مرستيال سرور دانش د اوبو او انرژۍ وزارت، برېښنا شرکت، اسيايي بانک او د نړيوال بانک استازي ورغوښتي وو او ورته ويلي يې وو چې د دې پروژې مسير بايد تغيير شي او دا پروژه له سالنګ څخه واوړي، د شيبر له لارې باميانو ته برېښنا ورکړي.))
سرچينې وويل چې د يادو ادارو مسوولين د پروژې د تغيير په اړه د سرور دانش له يادې غوښتنې وروسته سخت اندېښمن شوي او د دې ستونزې په هواري کې يې د مرستې غوښتنه کړې ده.
يادې سرچينې زياته کړه: ((که څه هم د دې پروژې په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ ځينو چارواکو ډاډ راکړی، خو موږ اوس هم زيات اندېښمن يو؛ ځکه دا موضوع نه ده هواره شوې او پر خپل حال پاتې ده.))
د خوست ياد لوړپوړي چارواکي همدارنګه وويل چې د سرور دانش له مخالفت سره- سره بيا هم د پکتيا او لوګر ولايتونو په سيمو کې د برېښنا د غځولو په موخه د پايو د نصبولو کار تر اوسه نه دی درول شوی.
د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي هم د برېښنا له يادې پروژې سره د ولسمشر د دويم مرستيال مخالفت تاييد کړ او دا يې سخت د اندېښنې وړ وباله.
نوموړي ګواښ وکړ چې که د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش له دغه کاره لاس پر سر نه شي، نه يوازې د خوست، بلکې د ټولو پښتنو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
واحدزي زياته کړه: ((دا د مور او ميرې چلند دی، زموږ لپاره هېڅ د منلو نه دی. موږ پر مرکزي حکومت غږ کوو چې په قطعي ډول سره د دې مداخلې مخنيوی وکړي کنه دا به د خلکو قهر او غوسه راوپاروي.))
د خوست د ولايتي شورا رييس همدارنګه وويل چې د مرکزي حکومت لوړپوړو چارواکو تل د پښتنو له سيمو په ځانګړي ډول د لويې پکتيا له خلکو سره له بې عدالتۍ کار اخيستی دی.
نوموړي پژواک ته وويل: ((مرکزي دولت نه اوس او نه هم په تېر کې د خوست د خلکو غوښتنو ته پاملرنه ده کړې. هغه وعدې چې خوستوالو سره شوې، تر اوسه هېڅ نه دي عملي شوې.))
مدني فعال جمال تڼي له پژواک اژانس سره په خبرو کې پر سرور دانش تور پورې کړ چې د قومي او سمتي تعصب له مخې نه غواړي چې د برېښنا ياده پروژه په برياليتوب سره ترسره شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP