Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې د ځانمرګو څلور واسکټونه  نيول شوي

کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٥): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې موظفينو يې په لغمان ولايت کې د ځانمرګو څلور واسکټونه نيولي دي.

د د غه رياست د مطبوعاتي دفتر لخوا د وري په ١٩مه، پژاک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا توکي د قرغيو ولسوالۍ په کاکڅ کلي کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.

سرچينې زياته کړې  چې له چاودېدونکو توکو ډک دا واسکټونه د وسله والو مخالفينو لخوا په يوه پټنځاى کې ساتل شوي و، چې  د موظفينو لخوا شنډ کړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې سره نور چاودېدونکي توکي هم کشف او ترلاسه شوي دي.

ملي امنيت وايي، وسله والو مخالفينو پلان درلود چې د لغمان ولايت په  مرکز مهترلام ښار کې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.