جلال اباد (پژواک، ۱۹ وری ۹۵): چارواکي وايي چې د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې ۵۰۳ کيلواګرامه چرس له يوه قاچاق کوونکي سره نيول شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د وري په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چرس د دور بابا د کړوکو په سيمه کې ترلاسه شوي دي.
مشرقيوال وايي: ((تېره ورځ ناوخته پوليسو ۵۰۳ کيلوګرامه چرس د رياض په نامه له يوه قاچاق کوونکي سره نيولي. نوموړي غوښتل دا چرس د پلور لپاره نورو سيمو ته انتقال کړي.))
د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مديريت کاروکونکو دا چرس او تورن کس رسنيو ته وښودل او يادونه يې وکړه چې له تورن څخه څېړنې روانې دي.
د يوه بل خبر له مخې، چارواکي وايي چې د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو په تلاشۍ کې يې يو تن له څو ميلو وسلو او مرميو سره نيولی دی.
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې نيول شوي کس دا وسلې له کابل ننګرهار ته رانتقال کړې وې او غوښتل يې د مارکو بازار ته يې انتقال کړي.
د ده په خبره له نيول شوي کس څخه پوښتنې پيل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن