ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ((ولسي مبارزې )) کتاب مخکتنه وشوه

د ((ولسي مبارزې )) کتاب مخکتنه وشوه

author avatar
8 Apr 2016 - 15:57
د ((ولسي مبارزې )) کتاب مخکتنه وشوه
author avatar
8 Apr 2016 - 15:57

اسعداباد (پژواک، ٢٠ ورى ٩٥): د کونړ په مرکز اسعداباد کې د احمدالله ارچيوال د تازه چاپ شوي کتاب ((ولسي مبارزې)) د مخکتنې غونډه وشوه.

په دې غونډه کې چې د وري په ٢٠مه جوړه شوې وه، د کابل، ننګرهار او کونړ ولايتونو لسګونه فرهنګيانو او فرهنګپالو ګډون کړی و.

په غونډه کې ګڼ شمېر فرهنګيانو د ياد کتاب او ليکوال په اړه خپلې ليکلې مقالې ولوستې او له احمدالله ارچيوال يې مننه وکړه چې ولسي مبارزې په اړه يې دغه ستر ګام پورته کړ.

دوى زياته کړه، دا په پښتو ژبه کې لومړنی کتاب دی چې د ولسي مبارزې په اړه چاپ شوى، چې يو مهم کتاب دی او بايد د هېواد هر وګړي ته ورسېږي.

ليکوال احمدالله ارچيوال وويل چې په دغه کتاب کې په ځانګړو موضوعاتو (شخړه، تاوتريخوالي، اعتدال او ولسي مبارزې، افغاني او اسلامي ارزښتونو، عدم تشدد او پر ځينو نورو اړينو موضوعاتو بحث شوی دى.

هغه زياته کړه چې د ولسي مبارزې موخه ټولنيز اعتدال دی، په کومه ټولنه کې چې اعتدال نه وي هغه ډېر ژر له منځه ځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.