ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا په افغانستان کې له بشري حقوقو پر سرغړونو اندېښنه څرګنده کړه

14 Apr 2016 - 14:25
14 Apr 2016 - 14:25

واشنګټن (پژواک، ٢٦ ورى ٩٥): امريکا په افغانستان کې د بشري حقونو پر سرغړونو، د قانون حاکميت ته په نه درناوي او له مجازاتو د چارواکو پر معافيت ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

امريکا دغه اندېښنه د بشري حقونو په اړه په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې چې پرون (د وري ٢٥مه) خپور شوى دى.

په راپور کې راغلي: ((په پراخه کچه د قانون حاکميت ته درناوى نه کول او د هغو چارواکو چې د بشري حقونو په سرغړونو کې تورن شوي، له مجازاتو معافيت په افغانستان کې جدي ستونزې دي.))

د امريکا په دغه راپور کې پر افغان حکومت نيوکه شوې چې د هغو چارواکو او امنيتي مسوولينو پر وړاندې يې جدي اقدامات نه دي کړي او محکمې ته يې نه دي راکش کړي چې له بشري حقونو پر سرغړونو تورن شوي دي.

د بشري حقونو په اړه د امريکا په دغه کلني راپور کې چې د بهرنيو چارو د وزير جان کيري له خوا پرون وړاندې شوی، راغلي چې په افغانستان کې په پراخه کچه تاوتريخوالى، پر ملکي وګړو بې رحمانه بريدونه، د وسله والو مخالفينو د دولت پلوه خلکو وژل، ، د حکومتي ځواکونو له خوا د شکنجې او بې ګناه خلکو بندي کول او پر ښځو باندې د تاوتريخوالي پېښې زيات شوې دي.

دغه راز د امريکا په دغه کلني راپور کې زياته شوې چې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په لړ کې د امنيتي ځواکونو له خوا له محاکمې پرته د خلکو وژل، نيمګړې څېړنې او د زندانيانو شکنجې، په زندانونو کې د اسانتياوو نه شتون او په جنسي او غير اخلاقي تورونو د ښځو بندي کول شامل دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې دغه راز په افغانستان کې په ځنډ سره د دوسيو څېړل، په محاکمو کې فساد او د خلکو له شخصي ازاديو سرغړونې، د بيان له ازادۍ څخه سرغړونې جدي ستونزې يادې شوې دي.

په راپور کې راغلي: ((د افغانستان حکومت په دوامداره او اغېزمنه توګه د تورنو دولتي چارواکو محاکمه نه ده کړې.))

په راپور کې دغه راز پر وسله والو طالبانو تور پورې شوى چې د چاودنو، په ځانمرګو او ډله ييز بريدونو سره د ملکي وګړو او دولتي مامورينو وژلو ته ادامه ورکوي.

سرچينې زياته کړې چې څو مياشتې مخکې د کندوز ښار په نيولو سره وسله والو طالبانو له بشري حقونو څخه ډېرې سرغړونې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version