فراه (پژواک، ۲۸ وری ۹۵): د فراه په پشترود او بالابلوک ولسواليو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۲۱ پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پشترود ولسوال غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ يو شمېر طالبانو د دې ولسوالۍ د شهر کهنه، نوبهار او ملا امان کلا سيمو پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل.
ده وويل چې د جګړې په پايله کې يو پوليس او پنځه طالبان وژل شوي او اوه طالبان ټپيان دي.
د هغه د څرګندونو له مخې، دغه جګړه نن سهار پای ته ورسېده او طالبانو له سيمې شا تګ کړى.
له بلې خوا د تېر ماښام راهيسې د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې ګڼ شمېر طالبانو د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي او تېره شپه هلته سخته جګړه روانه وه.
که څه هم چې امنيتی چارواکې په دې اړه څه نه وايي، خو د فراه د ولايتي شورا مشر فريد بختور پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ پوليس وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
بختور زياته کړه چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د پوليسو دوې پوستې هم نيولي دي.
ده د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه ويل او زياته يې کړه چې جګړه نن سهار پای ته رسېدلې ده.
د فراه د عامي روغتيا مشر ډاکتر عبدالجبار شايق وايي چې د کنسک له جګړې نه د پوليسو ۳ مړي او يو ټپي د فراه ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن