Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان خلکو له امنیتي ځواکونو ملاتړ وښود

مهترلام (پژواک، ٢ غويى ٩٥): په لغمان ولايت کې خلکو د یوې لويې غونډې په ترڅ کې له ملي امنيتي ځواکونو پراخ ملاتړ څرګند کړ.

دغه غونډه چې د ولايت په مرکز مهترلام ښار کې جوړه شوې وه، په کې د ملي اردو، د پوليسو د ځانګړې قطعې، ملي پوليسو، سيمه ييزو پوليسو، د عامه نظم پوليسو او د ملي امنيت د چټک غبرګون د قطعې سرتېرو برخه اخيستې وه او يو شمېر هغه سرتېري چې د دښمن په مقابل کې يې له ځانه وړتيا ښوودلې وه، د ولايتي ادارې له لوري وستايل شول.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په دغه ولايت کې د ملي امنيتي ځواکونو قربانيو او سرښندنو ته په اشارې سره وويل چې دوى د خپلو سرونو په بدل د لغمان ولسونو ته د  هوسا او ارام ژوند زمينه برابره کړې ده.

هغه زياته کړه چې ولس اوس تر بل هر وخت ډېر بېدار  او د دوى تر شا ولاړ دی، د امنيتي ځواکونو اتلولي هم همدا ده چې د دښمن د ځپلو تر څنګ، ولس نور هم خپل او په زړونو کې يې ځای جوړ کړى دى.

د امنيتي ځواکونو مشرانو په خپلو خبرونو کې د ولایتي ادارې او ولسونو له دغه ستر ملاتړ او قدردانۍ څخه د مننې تر څنګ وويل چې دوی به د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت او د ولسونو د هوساينې لپاره له هېڅ دول سرښندنې څخه  دريغ ونه کړي.

د غونډې په پای کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي له خوا په زړورو سرتېرو ستاينليکونه ووېشل شول او د قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او ورزشکارانو له خوا دوى د ګلونو ګېډۍ ورکړل شوې.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.