ښرنه، مهترلام (پژواک، ١١ غويى ٩٥) : د پکتيکا په مرکزي روغتون کې بيړنۍ خونه په عصري توګه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ياده بيړنۍ خونه، چې رغنيزې چارې يې په څلورو مياشتو کې بشپړې شوې، د غويي په ١١مه، د والي امين الله شارق له لوري د ناروغانو پر مخ پرانيستل شوه.
د پکتيکا ولايت د مرکزي روغتون سرطبيب ډاکټر چنارګل صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، پر دې پروژې ٧٠زره ډالره لګښت راغلى چې په کې د ۴۰زره امريکايي ډالرو په ارزښت روغتيايي سامان الات ځای پر ځای شوي، چې مالي لګښت يې د (ای، اېم، سي) موسسې له لوري ورکړل شوی دى.
هغه زياته کړه، بيړنۍ خونه د يوې ابتدايي عمليات خونې په درلودلو سره د نړۍ په کچه سټنډرډ وسايل لري.
ډاکتر صديقي وويل، مرکزي روغتون اوس مهال ۷۵ بستره لري، چې د پکتيکاوالو لپاره بسنه نه کوي.
د يوه بل خبر له مخې، نن د لغمان د عالي دارالمعلمين د احاطې دېوال جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د لغمان د عالي دارالمعلمين رييس محمد اصف حسين خېل وويل، ياده احاطه ۶۸۰ متره اوږدوالی، ۲،۵ متره لوړوالی لري چې ټول لګښت يې څلورنيم ميليونه افغانۍ کېږي او د هندوستان هېواد له خوا ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن