مزارشريف (پژواک، ۱۲غويى ۹۵): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د غازي امان الله خان څلی جوړ او پرانيستل شو.
دغه څلی د غازي امان الله خان پر واټ د بلخ ادبي خوځښت له خوا د وري په ۱۲مه، مازيګر مهال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دولتي چارواکو او مدني ټولنو غړو په ګډون پرانيستل شو.
ياد څلی، چې درې متره بر او څلور متره لوړوالى لري؛ د مزار- کابل پر لويه لاره فردوسي څلورلارې ته څېرمه، پر هغه واټ جوړ کړای شو، چې د غازي امان خان په نامه نومول شوی دى.
د بلخ ادبي خوځښت مرستيال غلام رسول ملکزي، پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد څلی د بلخ ولايت مقام د اداري مجلس له تصويب وروسته د بلخ د ولايتي شورا د وکيل ذبيح الله کاکړ په مالي ملاتړ جوړ کړای شو.
نوموړي زياته کړه، ورته څلی جوړول ځوانان د تاريخ له ښو شخصيتونو سره اشنا کوي او د هغو چارو په اړه يې فکر کولو ته مجبوروي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق، ياد څلی په مزارشريف ښار کې ګټوره فرهنګي هڅه وبلله.
نوموړي له بلخ ادبي خوځښت څخه مننه وکړه، چې د غازي امان الله خان څلي په جوړېدو يې د افغانستان د ازادۍ د ګټنې د رهبر ياد تازه کړ.
د بلخ د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ وويل، خوښ دی چې د ياد څلي د مالي ملاتړ لپاره ترې غوښتنه وشوه او وياړي چې په خپل ښار کې يې په ښه چاره باندې لګښت وکړ.
تېره ورځ د بلخ ولسوالۍ څلورلارې کې د وزير محمدګل خان مومند په نامه څلی د ګل رحمن همدرد په مالي لګښت جوړ او د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن